Dr Najibullah

Dr Najibullah

Monday, September 27, 2010

نجیب الله آرین

د تاریخ سره پاڼه
کلونه تېر شول د تاریخ پاڼه لا سره پاتي ده
افسوس شهیده په مزار دې ډیوه مړه پاتي ده
قیصه لا ختمه نه ده،مشره که لاړې نو څه
د روغې جوړې چې لا،ستا مفکوره پاتي ده
ولي به ستا پرتم  ته، په سلام نه یو مدام
چې شهیدانو کې دی، جګه  شمله پاتي ده
چې مېړنې لکه ته،په وطن پاتې نه شو
د آزادۍ ناوې لا، ځکه خفه پاتي ده
هیرې به نه کړو، نه هیریږي د نجیب وینې
غلیمه تاسره مو، لا معامله پاتې دی

 
  آرینه مه شه  بې زړه، که یوه شمعه مړه شوه؟
د قربانۍ ډګر ته، چې قافله پاتې ده

1 comment:

  1. هغه ورح سهار وختی لمر لا نه وه را ختلی چی د داکتر صاحب له شهادته خبر شوم. تر اوسه جه د شهید داکتر صاحب نوم واورم نو زره می په دربیدو شی.

    کابلی والا

    ReplyDelete