Dr Najibullah

Dr Najibullah

Biography



د شهید ډاکتر نجیب الله لنډه پیژندگلوئ





محترم نجیب الله د اختر محمد زوی د ١٣٢٥ کال د اسد د میاشتې په ١٥ نیټه د کابل په «مراد خانیو» کې په یوی مسلمان دینداری پښتنې کورنۍ کې زیریدلی دی او په ١٣٣١ کال کی یی خپله لومړنۍ زده کړه د کابل د ده افغانانو په ابتدایي ښوونځی کې پیل او په ١٣٤٢ کال یې د کابل د «حبیبیی» لیسی څخه په اعلی درجه بکوریا لاس ته راوړه.


په ١٣٤٤ کال کې د کابل پوهنتون په «M.P.C.B» کورس کې شامل شو، د دغه کورس په بری سره تر بشپړیدو وروسته په پوهنځی کې شامل شو.



په ١٣٤٤ کال کې کله چی لا د «M.P.C.B» د کورس محصل ؤو، عملي سیاست ته یې ودانگل. د همدغه کال په بهیر کې ؤ چې د همدی کورس د دری سؤو څخه زیاتو زده کوؤنکو هغه د حکومت سره د خبرو لپاره د هغه کړکیچ په هکله چی د عقرب د میاشتې د دریمې ورځې په پایله کې پیدا شوی ؤو، د کاندیدولونه وروسته وټاکه. په دغه وخت کې نجیب الله لا د هیڅ یوه سیاسی بهیر غړی نه وو. وروسته بیا هغه د ١٣٤٤ کال د جدي په میاشت کې د افغانستان د خلک د دموکراتیک گوند غړیتوب تر لاسه کړ.


د خپل گوند په نمایندگئ یې په مظاهرو، غونډو او میټنگونو کې فعاله ونډه اخیسته او د دغه دوران د پښتو او دري ژبو یو پیاوړی او سر ایستلی ویاند ؤ. په پښتو او دري ژبو یې روانی خبری کولی او په انگلیسی او اردو ژبو هم پوهیده. د پوهنتون په ټول تحصلي ژوند کې د داکتر نجیب الله له نوم سره ځوانان آشنا ؤ او مینه یی ورسره لرله.


له یو شمیر نورو محصلینو سره یې د ١٣٤٨ کال په اوله نیمایي کې په سیاست کې د فعالې برخې اخییستنې له امله څلور میاشتې بندي شو. ١٣٤٨ کال د افغانستان په تاریخ کې د مظاهرو او اعتصابونو د کال په نوم شهرت لري.


یو ځل بیا محترم نجیب الله له یو شمیر نورو محصلینو سره د ١٣٤٩ کال د جدي په میاشت کې له دی امله پوره ٩ میاشتې بندي شو چې د کابل د ښاریانو له خوا د امریکا د جمهور رئیس ریچارد نکسن د معاون سپیرو اگنیو په موټر چې د افغانستان د حکومت میلمه ؤو د خوسا هگیو گزارونه وشول او د هغه مخې ته د امریکی بیرغ وسؤځول شو.

دوه ځله بندي کیدلو هغه د نورمال تحصلي بهیر څخه درې کاله شاته وغورځاوه.

په ١٣٥٤ کې د کابل پوهنتون د طب له پوهنځي نه فارغ شو او ورپسې یې د قرغی د احتیاطو د ضابطانو په غنډ کې ٦ میاشتې د عسکري خدمت سر ته رسولی دی.


د ١٣٥٦ کال د اسد په میاشت کې یې د افغانستان د خلک د دموکراتیک گوند د مرکزی کمیټی غړیتوب تر لاسه کړ او د کابل ښار د ښاري گوندي کمیټی مشر وټاکل شو.


په ١٣٥٣ کال کې یې واده کری او دری لونی د هیلی، اونۍ او مسکا په نومونو لري. هغه د ١٣٥٧ کال د ثور د میاشتې له بدلون نه وروسته، په داسې حال کې چې د کابل ښار د گوندي کمیټی منشی ؤ، د کابل ولایت دولتی کمیټی مسئولیت یې هم په غاړه درلود. له رژیم سره د سیاسی اختلاف په وجه د ١٣٥٧ کال د سرطان په میاشت کې په ایران کې د افغانستان د دموکراتیک جمهوریت د لوی سفیر په حیث وگمارل شو او وروسته بیا د همدغه کال د میزان د میاشتې په نیمایي کې له رژیم سره د سیاسي اختلاف د ژوروالي له امله د سفارت له وظیفی څخه گوښه کړی شو. د همدې اختلاف له مخی اول (یوگوسلاویی) بیا (فرانسې) او بیا بیرته (یوگوسلاویی) ته ولاړ. شهیدنجیب اله د ١٣٥٨ کال د جدي د میاشتې په ٢١ مه نیټه بیرته خپل وطن ته راستون شو او د دولتی خدمتونو د اطلاعاتو د رئیس په توگه وټاکل شو او د دی تر څنگ یې د قبائیلي چارو د سمون د کمیسیون مسئولیت هم په غاړه درلود.


د ١٣٦٠ کال د اسد په میاشت کې یې د گوند د مرکزي کمیټی په یوه پراخه غونډه کې د ا.خ. د. گ. د سیاسی دفتر غړیتوب تر لاسه کړ.


محترم ډاکتر نجیب الله دخپل دوران یو سر ایستلی ویاند او سیاست پوه ؤ . دده په وینا عام خلک ښه پو هیدل او په خلکو کی یی ژوره جاذبه لرله. محترم نجیب الله دخپل وطن او خلکو زړه ورسپاهی ، مهربان ، صابر ، استوار او دیو پیش بین او نوښت گر شخصیت خاوند ؤ. هغه لکه په کوم ډول چه خلکو ته یی لارښؤونه کوله ، دخلکو او شرایطو څخه یی زده کړه هم کوله . دهمدغی زده کړی په نتیجه کی ؤ چه هغه د١٣٦٤ کال په اوږدو کې دافغانستان دبحران دحل دپاره دکورنی او بهرنی وضعی دعینی کرکتنې او تجزیې نه وروسته ځان ته معینی طرحی او نظریه پیدا کړی وه . دغه نظریه چې وروسته بیا په گوند او خلکوکې په یو فکري خط بدله شوه - دایدیولوژیکي چوکاټونو نه فاصله نیول او په عمل کې دتیرو تپل شوو ایدیالوژیکي چوکاټونو پریښؤول، په سوله ییز ډول د افغانستان دلانجی حل، په جگړه کې دښکیلو خوا و تر مینځ د دیا لوگ او خبرواترو لاره پرانستل، دافغانستان څخه د شوروي دنظامیانو دوتلو دپاره زمینه برابرول، دسیاسي پلورالیزم پر بنسټ ددموکراسۍ رواج او په عمل کی پلی کول - دغه نظریه دډاکتر نجیب الله له خوا دگوند دسیاسی دفتر په غونډوکې او همدا راز دشوروی دوخت مقاماتوته په هر اړ خیزه ډول توضیح شوی وه او همدا راز یې دشوروي دوخت مقاماتو ته په ښکاره ویلي ؤ چې دغه نوی سیاسی دریځ به د اړینو بدلونونو سره غبرگ د دواړو هیوادونو په گټه وي .


محترم نجیب الله د١٣٦٤ کال دحوت دمیاشتی په پیل کې ددولتی خدمتونو له اطلا عاتی اداری نه گوښه کړی شو او د دی سره دگوند دمرکزی کمیټی د دارالانشاء دمنشی په توگه او بیا د١٣٦٥ کال د ثور دمیاشتی په ١٤ مه نیټه دگوند په اتلسم فوق العاده پلنوم کې دگوند دعمومی منشی په توگه وټاکل شو .

ددی نوی مشرتابه له ټاکلو سره سم دگوند ی او دولتی سیاست لور بدل شو . ډاکتر نجیب الله وروسته له دی چی د گوند عمومی منشی وټاکل شو ، دخلکو دغوښتنو او دگوند په لیکو کی د سالم تفکر دخاوندانو په پلوي او دهیواد دعینی واقعیتونو پر بنسټ خپله طرحه چې په حقیقت کې دشخړو د هوارؤلو نوی لاره وه او دژوری انسانی محتوی په لرلو سره، له جگړی نه دافغانانو دژغورولو او دتلپاتی سولی ور په برخه کولو یواځنۍ لاره وه، د١٣٦٥ کال دجدی دمیاشتی په ١٣ مه نیټه په گوندی جلسه کې دیو ستراتیژیک هدف په توگه وړاندی کړه، چې په پای کی دغونډی دگډونکو له خوا تصویب شوه، او دهمدغی ورځی دغرمی نه وروسته په یوی درندی افغانی غونډه کې چه سر ایستلی گوندی او غیر گوندی مشران په کې راټول شوی ؤ، دملی روغی جوړی دغه رغنده نوښت گر سیاست د ډاکتر نجیب اله له خوا رسماً اعلان شو. او په عمل کې د ١٣٦٥ کال دجدی په ٢٥ مه نیټه یو اړخیز اوربند یې اعلان او د دغی انسانی مشی پلی کیدل یی پیل کړل. همدا ډول د نوی سیاست څخه په پیروی دهمدغه کال د دلوی دمیاشتی په لومړی نیټه دسیاسی بندیانو دآزادولو په هکله د ډاکتر نجیب الله له خوا دبښنی عمومی فرمان صادر شو، چې دهغه په اساس په زر گونو بندیان خوشی کړی شول. دملی روغی جوړی سیاست هغه وخت په لاندنیو څلورو ستنو ولاړؤ :

١ ـ له پوځی پلوه په ټول افغانستان کې دسولی بسیا کیدل (یعنی دوسلی ټولول او یوی قانونی افغانی مرجع ته ورسپارل .)

٢ ـ په سیاسی ډگر کی ائتلاف ، سیاسی پلورالیزم، دموکراسی او پراخ بنسټه حقوقی اداره جوړول .

٣ ـ له اقتصادی اجتماعی پلوه د اقتصاد دټولو ډولونو همزمان ممکنه وده او پر مختیا او دآزاد بازار د اقتصادی سیستم غښتنوالی .

٤ ـ دملی روغی جوړی په برنامه کی دری مسئلی دړومبنی عملی اقدام په توگه په گوته شوی وی

الف ـ یو شپږ میاشتنی یو اړخیز اوربند .

ب ـ دوسله وال اپوزیسون په گډون « دملی وحدت حکومت » تشکیل .

ج ـ تقریباً دپنځه میلیونو په شا او خوا کی دافغانی مهاجرینو له پاکستان او ایران نه بیرته خپل هیواد ته ستنیدل .

ددی سیاست معنی داوه چې د افغانانوتر منځ دوینی تویو لو او د ورور وژنی بهیر پای ته ورسیږی، خپل منځی مشکلات دتیریدنی او گذشت په روحیه دافغانانو دخپل منځی دیالوگ له لاری دحل امکان پیدا کړی، دقدرت له یو اړخیز انحصار نه ډډه وشي او یوه پراخ بنسټه ملی اداره جوړه شي او داسې فضا رامنځ ته شي چه تول افغانان په خپله دآزادو ټولټاکنو له لاری دخپل برخلیک د ټاکلو وس پیدا کړی . د ډاکتر نجیب الله د سیاست دپلي کولو په پایله کې وؤ چې دنوی اساسی قانون مسوده د١٣٦٦ کال دسر طان په میاشت کې خپره شو او دمخالفینو په شمول دټولو خلکو څخه غوښتنه وشوه چې په دغه مسوده کې دتغییر او بدلون په هکله خپل رغنده نظریات داساسی قانون کمیسیون ته ورواستوي.

څومیاشتی وروسته دنوی اساسی قانون په مسوده باندی دبحث، تأ یید او تصویب لپاره دټول افغانستان نه عنعنوی لویه جرگه دکابل تاریخی ښارته راوبلل شوه، پدی ترتیب دنوی اساسی قانون مسوده له یو لړ تغییراتو او بدلونونونه وروسته دلویی جرگی دبرخه والو له خوا دقوس دمیاشتی په نهمه نیټه د رایو په اتفاق تصویب شوه . همدا ډول دنوی اساسی قانون د حکمونوله مخی دلویی جرگی دبرخه والو له خوا، ډاکتر نجیب الله د رایو په اتفاق دافغانستان دجمهور رئیس په توگه وټاکل شو .

دملی روغی جوړی دسیاست بله ستره بریا د١٣٦٧ کال دحمل دمیاشتی په ٢٤ مه نیټه دژنیو دتړونونولاسلیک کؤل ؤ چې دهغو په بنسټ دپخوانی شوروی پوځونو ته بیرته خپل هیواد ته دبشپړ ستنیدو لپاره لاره هواره شوه . شهید نجیب الله د دلوی دمیاشتی ٢٧مه نیټه چې دافغانستان څخه دروسی پوځیانو دوتلو د ورځی سره مصادفه وه دملی نجات ورځ اعلان کړه. شهیدنجیب اله د١٣٦٩ کال دسرطان دمیاشتی په شپږ مه نیټه دگوند ددویمی کنگری په ترځ کې دگوند دعمومی منشی په توگه یوځل بیا وټاکل شو . په همدغه کنگره کې دگوند په کړنلاری اوگوندی ژوندکې ژور بدلونونه رامنځ ته شول.

گوند د کلیشه یی او دوچو ایدیولوژیکی شعار ونو څخه دوطن دخلکو دغوښتنو په بنسټ، دریښتنی دموکراسی، دجنگ جگړی دعملی ختمیدو اوملی مصلحت دپلي کولو په لور گذار وکړ .

دگوند نوم د«وطن گوند» تصویب شو او دغه گوند نور دتل لپاره دبنیاد گری او غیر عملی شعارونوسره مخه ښه وکړه .


١٣٧٠کال دشهید نجیب الله او دهغه دملی روغی جوړی دسیاست دپلویانو لپاره دسختو ازمایښتونوکال ؤ .


ډاکتر نجیب اله پراخ، نوښتگر او هدفمن اقدامات تر سره کول، په گوند کې یې دروغی جوړی تگ لاره په نوی روحیی سره سمبال کړه، دملگرو ملتونو د دفتر تر مستقیمی سر پرستی لاندی او دهغوی په ضمانت دقدرت دویش اویا بی طرفه شوری ته د لږدولو میکانیزم دخبرواترو مهمه موضوع وه، د دغو خبرواترو رغنده نتایج دملگرو ملتونو په پنځه فقره ییز پلان کې انعکاس وموند. ټول تدبیرونه په چټکه توگه سرته رسیدل اود١٣ کلنی جگړۍ له ناورین نه ستړي افغانان دهمیشنی سولی دبری لورته سترگی په لاره ؤ .

ډاکتر نجیب الله دملگرو ملتونو دجنرال سکرټر پطروس غالی دغوښتنی په اساس اود هغه د ځانگړي استازي اومرستیال بنین سیوان دپنځه فقره ایز پلان له مخی ددولتی واک نه دگوښه کیدو او دقدرت دلیږدولو دژمنی په هکله د ١٣٧٠ کال دحوت دمیاشتی په ٢٧ مه نیټه خپله تاریخی اعلامیه صادره کړه، پدی ترتیب دملی روغی جوړی په لارکې ټولی بهانی اوخنډونه عملاً ایسته شول. شهید ډاکتر نجیب الله دملی روغی جوړی دسیاست اود ملگرو ملتونو دپنځه فقره ایز پلان دپوره عملی کیدو لپاره پخپل ټول توان او پوره ریښتینوالی او وفاداری کار وکړ .


څو دملی روغی جوړی لاس ته راوړنی اوپه افغانستان کی دسولی دبهیر گړندي کیدل، چې په نتیجه کې به په افغانستان کې دانتخاباتو له لاری یو پیاوړی ملی حکومت رامنځ ته شوی وای، گاونډیو هیوادونو هر یوه دخپلو مغرضانه اهدافو له زاویې څخه داسی یو مرکزی پیاړی حکومت په افغانستان کې دخپلو گټو سره په ټکرکی لیده. په همدغه لحاظ ؤ چې دملگرو ملتونو دسولی دپنځه فقره ایز پلان د ناکامولو هڅی یې پیل کړی .









پدی ترتیب یې دافغانستان دحاکمیت په دننه کې یو شمیر پوځي جنرالان او دوطن گوند په سیاسی دفتر کې معلوم الحاله اخیستل شوی افراد د «مجاهدینو» دقومندانانو د یو شمیر وگړو او ډلو په مرسته په یو گډ پلان کې یو ځای د ١٣٧١ کال دحمل دمیاشتی په اخر ی ورځوکې دشهید نجیب الله اود ملگرو ملتونو دپنځه فقره ایز پلان په ضد یوه خاموشه کودتا تر سره کړه . ډاکتر نجیب الله په مرگ تهدید شو او علل اجبار دملگرو ملتونو د ځانگړي استازي په مرسته یې په کابل کې دهغوی دفتر ته پناه یوړه، او پوره څلورنیم کاله یې دملگرو ملتونو په مقر کی تیر کړل . او بلاخره د«١٣٧٥» کال دمیزان دمیاشتی په پنځمه نیټه کابل ته دطالبانو دلښکر و دننوتلو سره سم دوحشت او بربریت په لاسونو په ډیره وحشیانه، غیر انسانی، غیر اخلاقی او غیر اسلامی طریقی شهید کړی شو .






انالله وانالیه راجعون