Dr Najibullah

Dr Najibullah

Tuesday, May 27, 2008

93% of Kabul people favoured Dr Najibullah's regime

اکثریت جمعیت ولایت کابل آرزوی برگشت به زنده گی زمان نجیب الله را دارند

21.05.2008
اکثریت نفوس و باشنده گان ولایت کابل زنده گی در زمان رژیم «کمونیست» دکتور نجیب الله ... را ترجیح دادند. در این باره آژانس خبرگزاری «نووستی» با اشاره به نتیجه یک نظر سنجی عامه که در یکی از رادیو های کابل چندی قبل برگزار شده بود خبرداد.
در نظر سنجی: «کدام یکی از رژیمهای سیاسی زمان گذشته و یا حال را تا حد زیاد پاسگوی خواستها و علایق خویش می دانید؟» اکثریت مخاطبان - 93 فیصد، رژیم دکتور نجیب الله را انتخاب کردند.
گفتنی است، حکومت دکتور نجیب الله به تاریخ 28 اپریل سال 1992 سقوط کرد. مجاهدین در کابل قدرت را بدست گرفتند. صبغت الله مجددی رئیس کنونی مجلس سنا شورای ملی (مشرانو جرگه) سرپرستی حکومت موقت را بدست گرفت. اما طولی نکشید که در کابل زدوخوردهای قومی و نژادی بین گروههای مجاهدین آغاز شد.
در طول سالهای جنگ برای بار اول در نتیجه این زدوخوردها کابل، پایتخت افغانستان ویران شد. شهر به قطعات و نواحی بین گروههای مجاهدین تقسیم شده بود. جنوب شهر از طرف طرفداران حکمتیار کنترول میشد، در غرب شهر گروههای شیعه جابجا شده بودند، در جنوب غرب شهر قوای جنرال دوستم فرمانروایی میکرد. در شمال شرق شهر طرفداران احمد شاه مسعود مقیم شدند. گروههای مجاهدین با سلاحهای سنگین و مجهز یکدیگر را زمینی و هوایی مورد هدف قرار میدادند. نظر به روایات مختلف، تنها در کابل حدود 90 هزار باشنده گان بیگناه به شهادت رسیدند. به عقیده کارشناسان، در نتیجه قیادت و حکمروایی مجاهدین و هرج و مرج بوجود آمده از اثر آن، ساکنین و باشنده گان کابل در سال 1996 از آمدن طالبان به قدرت پشتیبانی و حمایت کردند.
امروز، با گذشت بیش از 10 سال از جنگ های کابل، بعضی سران مجاهدین با اشاره به کمبود تجربه در امور دولتداری، اشتباهات قبلی خود را میپزیرند.

منبع اصلی چاپ خبر:فارسی. رو - نشریه آزاد افغانی

نشر مطلب فوق در نشریه خبری آلمانی
:http://de.rian.ru/society/20080520/107888312.html

Saturday, May 3, 2008

Speeches of Shaheed najib in loya jerga

بسم الله الرحمن الرحیم

گرانو وطنوالو، درنو مشرانو، د افغانستان د زړه ورو خلکو درنو استازو، دوستانو او درنومیلمنو!

د ډیری خوښئ ځای دی چې تقریباً پس له یونیم کال څخه یوځل بیا دافغانستان دخلکو له استازوسره، د افغانانو د واحد او ګران هیواد په پایتخت یعنی د کابل په تاریخی ښار او په دی تالارکی سره راټولیږو او د خپلو پلرونو او نیکونو له دود او دستورسره سم د خپل هیواد یعنی د افغانانو د مشترک کورد کورنیو او بهرنیو مسائلو په هکله بحث او مذاکره کوو. د دؤو لویو جرګو ترمنځ د زمانی فاصلی په بهیرکی موږ په خپل هیواد کې د ډیرو مهمـو او تاریخی پیښو شاهد ؤو.

د۱۳۶۶ کال د قوس د میاشتی لوی جرګی په ملی او بین المللی عرصه کی ډیری ستری وظیفی د افغانستـــان مشرتابه ته وسپارلی. د افغانستان د جمهوریت اساسی قانون ئی، چی په هغه کې د افغانستان د خلکو حقوق او آزادی او دهغوی د اقتصادی، ټولنیز او سیاسی ژوندانه نظم مسجل شوی دی، تصویب کړاو د افغانستـــان د جمهوری دولت کړنلاره ئی چی د ملي روغی جوړی د سیاست په ادامی ولاړه ده، د جګړی د بندولو او په هیواد کې د سولی د تامینولو د یوازینی لاری په توګه تائید کړه.

د تاریخی لوی جرګی د استازو له خوا د افغانستان جمهور رئیس موظف شو چې اساسی قانون چې د ملي روغی جوړی د قانون په نوم یادیږی په بلاانحرافه توګه تطبیق کړی او خپل مسؤلیت دافغانستان د باتورو خلکو د سرنوشت په وړاندی سرته ورسوی.

ما د افغانستان د جمهور رئیس او د افغانستان د خلکو د خدمت کونکی په توګه، د تاسو د ملت د شریفو استازو په وړاندی صادقانه ژمنه وکړه چی د ملی روغی جوړی کړنلاری ته به ادامه ورکـــوم او خپل ټـــول توان او امکانات او که چیری لازمه شي خپل ژوند به د افغانستان د خلکو لپاره د خدمت په لاره کی ونه سپموم. اوس چی یوځل بیا دلوی جرګی د دائریدلو زمینه برابره شوی ده، د یو افغان وګړی په حیث، د خپل وطن د خدمتګار او د دولتی عالی وظائفو د سرته رسولو د مسئول په توګه، ستاسی د زوی او تاسی په مقابل کی د مسئول په صفت، غواړم د دولت د هغو اقداماتو او اجرأتو په هکله چی د ۱۳۶۶ کال د قوس د میاشتی د لویی جرګی له فیصلو سره سم په تیر یونیم کال کی سرته رسیدلی دی، لنډ معلومات درکړم.

د اساسی قانون له تصویب سره سم د ملی روغی جوړی کړنلاری ته د افغانستان د جمهوری دولت د یوی عمده وظیفی په توګه هر اړخیزه او له انحراف څخه پرته ادامه ورکړه شوی. ټول امکانات او زمینی برابری شوی ترڅو مقابل لوری وکولای شی د تیر خپګیان په هیرولو سره له هغو فرضتونو نه چی دملی روغی جوړی کړنلاری منځ ته راوړی دی، استفاده وکړی او دجگړی د بندولو په خاطر مذاکری او تفاهم ته چمتو شی. موږ د ۱۳۶۶ کال د قوس د میاشتی د لویی جرګی له معتبر تربیون څخه خپل آواز د خلکو د استازو او د افغانستان د ټولو وطنپالو له آواز سره یو ځای کړ، او اعلان مو وکړ چی موږ حاضر او چمتو یو چی په بشپړ ګذشت او انعطاف سره قدرت تقسیم کړو او ائتلافی اداره د ټولو مخالفو اړخونو په ګډون جوړه کړو. د تنظیمونو له مشرانو، قومندانانو، بیلابیلو شخصیتونو او ټولو هغو سره چی ځان د خپلواک، مستقل، ناپئیلی، واحد او د ځمکنی بشپړتیا او د ملی استقلال لرونکی افغانستان پلویان ګڼی، سوله ایزی مذاکری سرته ورسوو. اود ملی نفاق او شقاق په ځای چی د افغانستان دښمنان هغی ته لمن وهی، ملی توافق زموږ د ګران هیواد د لوړو ګټو پر بنسټ بسیا کړو. موږ د افغانستان د جمهوری دولت چمتووالی په ډیره لوړه سطحه کې، د مقابل لوري د پیشنهادونو، نظریاتو او ملاحظاتو څیړلو لپاره ښکاره کړ. هیڅ یو سیاسی ځواک، هیڅ یو تنظیم او هیڅ یو شخصیت موچی کولای شي په هیواد کې د سولی د تامینولو لپاره ګټور وی مستثنی نه کړ. موږ د مذاکری دروازی د هر افغان وګړی لپاره خلاصی پریښودی. د افغانستان جمهوری دولت د ۱۳۶۶ کال د قوس د میاشتی له لوئی جرګی څخه وروسته نه یوازی د خپلو سیاستونو په اعلان اکتفا نه ده کړی بلکه پرته له دی نه چی مقابل لوری ته منتظر پاتی شی په ملی او بین المللی سطحه کی یې زړور او عملی ګامونه پورته کړی دی. د لازمو زمینو د برابرولو په خاطر او د متقابل اعتماد د بسیا کولو لپاره په زرګونو بندیان چې په مخالفو مسلحو تنظیمونو پوری تړلی او د ملی امنیت په ضد جرم باندی محکوم شوی ؤ عفو شول، د سیاسی ګوندونو قانون تصویب شو او اوس د هیواد په تاریخ کی د لمړی ځل لپاره د ملی مصالحی د مشی په چوکاټ او د افغانستان د خلکو د ملی ګټو په خاطر اوه (۷) سیاسی ګوندونه عملا ً په مستقلانه توګه متشکل شوی او کار او فعالیت کوی. د دولتی قدرت سیمه ایز ارګانونه د آزادو او عنعنوی انتخابباتو له لاری جوړ شول او د ملی شوری فعالیت له بنځلس کلنی وقفی نه وروسته په هیواد کی راژوندی شو. په پارلمان کی د (۴۱۰) کرسیوله جملی څخه (۶۰) کرسی افرادو، سازمانونو او مسلحو مخالفو ګروپونو ته ریزرف ساتلی شوی دی. یو زیات شمیر عالی دولتی پوستونه د جمهور رئیس د معاون، د صدراعظم د معاون، د وزارتونو له سطحی نه نیولی بیا د ولسوالیو او علاقداریو تر سطحی پوری مقابل لوری ته پیشنهاد شوی دی. په قدرت باندی د یوه ګوند او سیاسی سازمان انحصار رفع شو او ټولو مخالفو سازمانونواو ګروپونو ته بلنه ورکړه شوه چی د ائتلافی حکومت په جوړولو کی ګډون وکړي. د افغانستان د جمهوریت د ټولو اتباعو لپاره چی مختلف ټولنیز طبقات او اقشار په کی شامل دی د افغانستان د ټولنی له اوسنیو شرایتو او غوښتنو سره سم د آزاد او بلا مانع فعالیت حقوقی اساسات منځ ته راغلی دی. د دولت د کارمندانو قانون نافذ شو. د ځمکی او د اوبو نوی مناسباتو اصول چی د متوسطو او لویو ځمکه والو له ګټو سره سمون لری، تدوین شول. د ملی متشبثینو او تاجرانو او همدا رنګه د بهرنیو پانګه اچولو لپاره د صنعتی او زراعتی موسسو د جوړولو زمینه برابره شوه. یوازی په ۱۳۶۷ کال کی په خصوصی سکتور پوری مربوطی۱۲۷ پروژی ثبت شویدی چی د هغوی مجموعی پانګه یوولس ملیارده افغانیو ته رسیږی. د ۱۳۵۷ کال په پرتله دارقم ۵۳ ځلی زیات دی.

موږ حتی له هغو افغانانو څخه چی په اروپا او امریکا کی ژوند کوی غوښتنه وکړه چی پخپل هیواد کې پانګه واچوي او موږ د دوی د سرمایې د ساتنی ټول تضمینونه ورکړی دی. که چیری اوس هغوی نه شی کولای هیواد ته ستانه شی، دوی کولای شی په داخل کی د خپلو استازو په ذریعه پانګه واچی، په کورنی او بهرنی سیاست کی ملی ګټی او د افغانستان د ملت ښیګنی په پام کی نیول شوی دی. او د قشری او ګوندی ګټو له مطرح کولونه ډډه شویده. دولت پخپل ټولنیز سیاست کی د ټولو زیار ایستونکو غوښتنی پرته له تبعیض او تمایزنه په پام کی نیولی دی او له هغی سره سم ئی عمل کړی او عمل کوی. د عنعنوی اداری او د ملی جرګه یی دموکراسی شکلونو ته د لومړیتوب حق ورکړ شو. له عنعنوی او تاریخی ژوندانه او همدا رنګه د ملی ګروپونو له حقوقو او وجایبو سره عادلانه او یو شانی برخورد وشو. په هیواد کی د سولی د تامینولو په منظور ځینی ولایتونه، ولسوالی او علاقداری د سولی د سیمو په توګه اعلان شوی او د ملی خصوصیاتو په بنسټ د محلی ادارو د جوړولو لپاره زمینه دایره شوه. د هغو داخلی مسلحو مخالفو قومندانانو او سرګروپونو د حقوقو او امتیازاتو قانون نافذ‌ شو چی د ملی مصالحی له مشی سره یو ځای کیږی. په دی قانون کی داخلی قومندانانو ته د زمینداری، ترانسپورت، تجارت، زراعت، د مالیاتو او د هغی د جریمی د عفوی، د دوی د مالونو او جایدادونو د مستردولو، بانکی او زراعتی مرسته په برخه کی يو شمیر پراخ امتیازات ورکړ شوی دی. څوڅو ځله پراخ محلی او سیمه ایز اوربند اعلان شو چی له نیکه مرغه ځینو مسلحومخالفو قومندانانو د شوروی قواو تر وتلو وروسته دی اعلان ته مثبت ځواب ورکړ، او ځینو نورو هغه عملا ً رعایت کړ، چی موږ د دوی دغه عمل د مذاکری او مفاهمی په لور مهم کام شمیرو.

په ځینو سیمو کی مذاکرات عملا ٌ پیل شوی دی. د هیواد په تاریخ کی د لومړی ځل لپاره د دینی علومو د تدریس په خاطر د اسلامی علومو د تحصیلاتو او تحقیقاتو پوهنتون جوړ سو چی الحمدالله زموږ دوطن زامن له اسلامی احکامو، د قران شریف له نصوصو او د پیغمبر له احادیثو سره اشنا کیږی او د هغوی مطابق روزل کیږی. همدا اوس د افغانستان د جمهوریت اسلامی شورا د جمهوری ریاست په چوکاټ کی جوړه شوی ده او په پرله پسی توکه د هیواد عالی رهبری د هغی له اسلامی او دینی مشورو څخه ګټه اخلی.

بله مهمه پیښه چی د افغانستان د جمهوریت د شپږ کلنو هلو ځلو نتیحه ده، د ژنیو د موافقت لیکونو لاس لیک دی چی د دوو وروستیو لویو جرګو تر منځ سرته ورسیده. دافغانستان خلکو د ژنیو د موافقت لیکونو تحقق ته چی تاسو د هغوی له مفرداتو او محتوی نه خبر یاست امید درلود او هیله يی لرله چی د دی موافق لیکونو د نافذیدو او د ټولولاسلیک کونکو له خوا د هغی له صادقانه رعایت سره سم به جګړه او ورور وژنه په افغانستان کی پای ته ورسیږی او سوله به چی له کلونو راهیسی یی انتظار لری تامین سی. زموږ د خلکو دغه هیلو قانونی، مشروع او منطقی بنیاد درلود. زموږ خلک حق لری چی د داسی معتبر بین المللی سند د صادقانه تطبیق توقع ولری، دا ځکه چی د نړی د دوو سترو قدرتونو یعنی شوروی اتحاد او د امریکا متحده ایالاتو د تضمین کونکو په صفت په هغه لاسلیکونه کړی دی. خو تاسی ګوری چی د ژنیو د موافقت لیکونو له لاسلیک کؤلو او نړی والی ټولنی ته د پاکستان له خوا د مشخصو تعهداتو له سپارلو سره سره نه یواځی زموږ د هیواد په چاروکې مداخله قطه نشوه بلکه دا مداخله په مستقیم تیری او د افغانانو په ضد د پاکستان په جګړه بدله شوه.

د افغانستان د جمهوریت رهبری د ۱۳۶۶ کال په تاریخی لویی جرګی کی ژمنه وکړه چی د شوروی اتحاد د پوځی قطعاتو د بیرته ستنیدلو زمینه به برابره کړی. دا قطعات د ژنیو د موافقت لیکونو په اساس او د زمانی جدول سره سم زموږ له هیواد نه ستانه سول او اوس په افغانستان کی د شوروی یو سر تیری هی نشته دی.

راځی یو ځل بیا هغوی څخه چی په افغانستان کی ئی د شوروی قواؤ موجودیت د جنګ علت شمیره پوښتنه وکړو چې که چیری د شوروی قطعاتوموجودیت له دولت سره د تاسو د توافق او د جګړی د بندیدلو خنډ ؤ، نو اوس د څه لپاره تاسو د وطن او خلکو په ضد جنګیږی. هغوی چی تر پرونه پورې ئی په خپلی جګړی او مسلحانه فعالیتو باندی د جهاد نوم ایښی ؤ نو اوس ولی د افغانستان د مسلمانانو په مقابل کی جنګ ته دوام ورکوي، او هره ورځ په هیواد کی د یوه افغان او یوه مسلمان وینه تویوی. نور نو ولی د افغانانو زامن د افغانانو په لاس چی په حقیقت کی سره وروڼه دی ووژل شی، او له منځه ولار شی. ولی دافغان لاس د بل افغان په وینو سور وی او افغان کور د افغان په لاس وران شی. پاکستان د ژنیو په موافقت لیکونوکی ژمنه کړی ده چی د افغانستان حاکمیت، خپلواکی، ځمکنی بشپړتیا، ملی وحدت، امنیت او ناپییل توب ته او د افغانستان دی ته چی په آزادانه توګه خپل سیاسی، اقتصادی، فرهنګی او ټولنیز نظام وټاکی او همدارنګه پخپلو طبعی زیرمو دایمی حاکمیت ولری، احترام وکړی. له تهدید او د وسلی له استعمال نه په هر شکل چی وی ډډه وکړی او د بل لوری سیاسی او ټولنیز نظام ګډوډ نکړی. هغه هیواد ژمنه کړی ده چی د پاکستان خاوره به په هیڅ توګه د داسی استفادی وړ ونګرځي چی د افغانستان د جمهوریت ملی حاکمیت، سیاسی استقلال او ځمکنی بشپړتیا نقض کړی، له وسله وال دخالت، خرابکاری، پوځی اشغال او د مداخلی او دخالت له نورو شکلونو څخه که ښکاره وی او یا پټ، ځان وژغوری او بلاخره له هر عمل او هلوځلو څخه چی په هره بهانه وی او مقصدئی د افغانستان په جمهوریت کې د وضعی ثبات ګډوډول وی، ځان وساتی. د بغاوت او تجزیه غوښتنی فعالیتونه او د هر بل عمل څخه چی د افغانستان د جمهوریت د وحدت د ګډوډولو او سیاسی نظام د تضعیف او تخریب په منظور سرته رسیږی، له مستقیم او غیر مستقیم تشویق څخه ځان وژغوری. همدارنګه هغه هیواد باید دژنیو موافقت لیکونو د سندونو په اساس پخپله خاورو کې دننه د اجیرانو له روزنی، تجهیز، تمویل او استخدام څخه او د افغانستان د جمهوریت خاوری ته د اجیرانو له لیږلو او د هغوی د مالی تمویل، تجهیز او انتقال څخه ډډه وکړی. د ژنیو د موافقت لیکنو په اساس پاکستان باید پخپله خاورو کی د افرادو سیاسی او اتنیکی ګروپونو له حضور، په کمپونو او هډوکی د هغوی د میشته کیدلو او یا په بل ډول د هغوی له تنظیمولو، روزنی، تمویل، تجهیز او تسلیح څخه ډډه وکړی. د افغانستان خلک حق لری چی له پاکستان څخه پوښتنه وکړی چی تر اوسه پوری د ژنیو د موافقت لیکونو له مخی د هغه هیواد کوم رسمی لوز سرته رسیدلی دی؟ زموږ خلک حق لری چی پوښتنه وګړی آیا د پاکستان حکومت نوموړی موافقتنامی ندی لاسلیک کړی؟ دا د افغانستان د خلکو حق دی چی داسی پوښتنی حتمی وکړی. د افغانستان جمهوریت د ژنیو موافقه لیکونه لاسلیک کړل او د خپلو خلکو په مقابل می د مسئولیت د احساس په بنیاد د هغوی ټول هغه مواد چی د افغانستان په جمهوریت پوری ئی اړه لرله، په صادقانه توګه مراعات کړل. په دی ترتیب د افغانستان جمهوری دولت خپل مسئولیت د ژنیو د موافقت لیکونو په ترځ کی د خپلو خلکو په وړاندی سرته رسولی تر څو د افغانستان خلک سبا ورځ ونه وایی چی ولی د افغانستان جمهوری حکومت دا موافقت نامی رعایت نکړی. لکه څنکه چی د پاکستان پوځیان نن ورځ له داسی پوښتنو سره په بین المللی سطح او په ملی سطح مخامخ دی. همدارنګه د ژنیو په موافقت لیکونو کی هیواد ته د مهاجرینو د بیرته ستنیدلو لپاره مساعد شرایط په پام کی نیول شوی دی. د افغانستان جمهوری دولت د ژنیو د موافقت لیکونو له نافذیدو سره سم، وطن ته د مهاجرینو د ستنیدلو لپاره، د هغوی د دوباره میشته کولو، هغوی ته د مادی مرستو د رسولو او د راستنیدونکو د ژوندانه د تأمین په خاطر ځینی تدابیر نیولی دی خو زموږ د هلو ځلو په بدل کی جګړه غوښتونکو او د هغوی حامیانو په کمپونو باندی اغزن سیمان راتاو کړی، او د مهاجرینو د ستنیدلو په لاره کی یی خنډونه را پیدا کړل.
له هیواد څخه لری زموږ مهاجر وطنوال بیا هم په بد ژوندانه کی شپی او ورځی سبا کوی او د پاکستان له خوا هیڅ ډول اسانتیاوی چی د مهاجرو د داوطلبانه بیرته ستنیدلو په منظور د ژنیو په موافقت لیکونوکی په پام کی نیول شوی دی، ندی برابری شوی. برعکس د افراطی ځواکونو مشرانو د افغانستان د مهاجرو په نامه او نماینده ګی دنړی هیوادونو ته د درویزی لاس اوږدکړی او د میرویس خان، احمد شاه بابا، ابومسلم خراسانی، طاهر فوشنجی، پیرروښان،غازی محمد ایوب خان، غازی محمد عثمان اڅک زی، غازی محمد جان خان وردګ، وزیر محمد اکبر خان، میر بچه خان کوهدامنی،میر مسجدی خان کوهستانی، سردار محمد عظیم بیک سه پای، نایب امین الله خان لوګری،غازی امان الله خان، عبدالرحمن خان لودین، عثمان خان پروانی او د افغانستان د نورو غیرت منو نیکونو د زړه ورو زامنو د عزت په بیه یی د خپل هیواد ژوند او سرنوشت په تجزیه طلبانه معاملو کی شریک کړی دی. د مهاجرینو زامن او ماشومان په زور او جبر له خیمو څخه راباسی او افغانستان ته یی د ورور وژنی جکړی لپاره را استوی.

د لویی جرګی درنو غړو!

د افغانستان جمهوری دولت د تاریخی او ملی ضرورتونو په سم درک کولو سره د ملی مصالحی د سیاست د دوام څخه د یوی شیبی لپاره هم سترګی ندی پټی کړی او تل یی په یو اړخیزه توګه انعطاف منونکیې او ګذشت لرونکی پیشنهادونه وړاندی کړی دی. که څه هم د ۱۳۶۶ کال د قوس د میاشتی د لویی جرګی د پیشنهادونو او تنضیمونو په وړاندی د مقابل لوری له خوانه سلیم عقل او مسؤلانه موضع ګیری نده څرګنده شوی.

د افغانستان جمهوریت د ملی شورا د ۱۳۶۷ کال د عقرب د ۸ نیټی په ګډی جلسی کی پیشنهاد وکړ چی یو بین المللی کنفرانس دی د افغانستان په باره کی دائر شی او د افغانستان د عنعنوی دایمی بی طرفی موقف دی تثبیت کړی. همدارنګه دا کنفرانس باید د هیواد ټولنیزی او اقتصادی ودی ته د بین المللی مرستو پروګرام او ددی مرستو د ویشلو میکانیزم تر بحث لاندی ونیسی او د بشر له حقونو نه په دفاع کی او دپراخو سیاسی آزادیود درلودلو دحق لپاره دی لازم حقوقی تضمینونه برابر کړی. د افغانستان جمهوریت پیشنهاد وکړ چی د افغانستان د غیر پوځی کولو مسئله او د هغو وسلو د راټولولو موضع چی د جګړی د کولو په اوږدوکی زخیره شوی دی، تولیدونکو هیوادوته دی د هغوی د بیرته سپارلو موضوع تر مطالعی لاندی ونیوله شی. د دی خبری تحقق د افغانستان خلکو ته دا امکان ورکوی تر څو له لس کلنی جګړی څخه په را پیدا شوی زخمونو باندی پټی کیږدی، او په مستقبل کی د ملی او سیمه ایزو نښتو د پیدا کیدو د خطر لاری وتړی. د هیواد د غیر پوځی کولو له پیشنهاد څخه د افغانستان د جمهوری دولت مطلب دا دی چی یو بل سره ټول اخته ځواکونه له وسله وال مقاومت څخه لاس واخلی او زموږ د ملی دود او دستور سره سم د آزادو انتخاباتو زمینه، چی هیڅ یو سیاسی ځواک او یا وسله وال تهدید په هغی تاثیر ونلری، برابره کړی. تاسی د افغانستان د ملت استازی ګوری چی د افغانستان د جمهوریت د دی پیشنهاد له صراحت سره سره چی ملی، سیمه ایز او بین المللی اهمیت لری د وسلوالو مخالفو ځواکونو څخه هیڅ یوه هم تر اوسه مثبت ځواب ندی ورکړی. د افغانستان دایمی بی طرفی او غیر نظامی کول پدی معنی دی چی د افغانستان جمهوری دولت به دنړی له ټولو هیوادونو سره حَسَنه روابط ولری او د ځان لپاره به د یو موټی، د ملی خپلواکی او ځمکنی بشپړتیا لرونکی دولت حق محفوظ وساتی. همدارنګه د افغانستان جمهوریت د دی پیشنهادونو د تحقق په صورت کی به هیڅ یوه سیمه ایز او بین المللی پوځی اتحاد کی شامل نشی او په سیمه ایزو او نړیوالو لانجوکی به د هیچا پلوی نکوی، صرف د یو خپلواک، بی طرف، ناپییلی او له پوځی او سیاسی نظره به د یو غیر وابسته هیواد په توګه په نړی کی پاته سی او خپلی ټولنیزی او اقتصادی ودی او پرمختګ ته به مخه وکړی. د دی پیشنهادونو په وړاندی د مقابل لوری چوپتیا په روښانه توګه دا استنتاج منځ ته راوړی چی هغوی په دی بر سیره چی خپلی محدودی، قشری، ګروپی او حریصانه ګټی به پام کې لري په دی لټه کی دي تر څو افغانستان په راتلونکی کې له پوځي او سیاسی نظره په هغو هیوادونو پوری وتړی چی د دوی ملاتړ کوی. د کنفدرانسیون تر نامه لاندی له پاکستان سره د افغانستان د ادغام د مسألی طرحه پرته له دی څخه کومه بله معنی نشی لرلای. د ملګرو ملتونو سازمان ته د افغانستان د دولت د پیشنهاد او مکررو مراجعو په بنیاد او د پاکستان له لوری د تهدید د مسألی د څیړلو د غوښتنی په اساس د ملګرو ملتونو د ټولنی (۴۳) عمومی اسامبلی اجلاس په عمومی توافق سره د افغانستان په مورد کی یو پریکړه لیک تصویب کړ او د ژنیو د موافقت لیکونو له لاس لیک کونکو څخه یی وغوښتل چی خپلی ژمنی د افغانستان په مقابل کی رعایت کړی. د امنیت د شورا د وروستیو غونډو په لړکی چی د افغانستان په بلنه دایری شوی وی، یو ځل بیا د نړی والی ټولنی تمایل او اراده د یوه سیاسی او سوله ایز حل د لاری د پیدا کولو او دژنیو د موافقت لیکنو د بشپړ رعایت غوښتنه، په صراحت سره څرګنده سوه.

د لویی جرګی محترمو غړو

اوس د شوروی قواو د ستینیدلو له شروع څخه یو کال او هغوی له بشپړ ستنیدلو څخه دری میاشتی تیریږی. د شوروی اتحاد قطعاتو له ستنیدلو څخه وروسته زموږ اتلو وسله والو قواوو د جلال آباد، خوست، ګردیز، کندهار، هرات، لویو لارو او د هیواد استراتیژیکو سیمو څخه میړنی دفاع وکؤله او کویی یی. دا خبره د افغانستان د جمهوریت د وسله والو قواوو او افغانستان د جمهوریت د ساتونکو د میړانی روښانه مثال دی. د ژنیو د موافقت لیکونو دلاس لیک او نافذیدو سره سره د ملګرو ملتونو د ۴۳ اجلاس عمومی غونډی د پریکړه لیک د غوښتنو په پام کی نیولو سره او سولی ته د افغانستان د خلکو د چټکی او ضروری اړتیا له کبله چی په هیواد کی د روانی جګړی بندیدل او د سولی بسیا کول له موږ نه غواړی، د افغانستان د جمهوریت په ضد تیری او لاس وهنه نه یواځی قطع شوی نده بلکه شدت ئی هم موندلی او د سیمه ایزی نښتی خطر یی رامنځ ته کړی دی. اوس یواځی د افغانستان د مسألی حل مطرح ندی، بلکه دا موضوع پراخه شوی او د افغانستان او پاکستان تر منځ د وسله والی نښتی د مخ نیوی مسأله مطرح ده. د هیواد په اوسنی مرحله کی چی له بهر څخه مداخله د یوه فعال او دایمی عامل رول لوبوی دا خطر منځ ته راغلی چی د افغانستان د جمهوریت کورنی مناقشه به د افغانستان او پاکستان ترمنځ په یوی جګړی بدله شی.

دا وضعه د افغانستان د خلکو د دښمنانو له خوا د امریکایی وسلو او سعودی پیسو په واسطه منځ ته راغلی او د پاکستانی جنرالانو له خوا سوق او اداره کیږی. په دی توګه د افغانستان جمهوریت دا حق د ځان لپاره خوندی ساتی، چی په معین وقت کی له پاکستان، سعودی عربستان او د امریکی له متحده ایالاتو څخه د نا اعلان سوی جګړی او د افغانستان د خلکو پر ضد د تیریو د محرکینو او سازمان ور کونکو په صفت د ټولو هغو ورانیو د تاوان غوښتنه وکړی چی د جګړی په نتیجه کی د افغانستان خلکو ته رسیدلی دی. د دی هیوادونو رهبران باید د هغو میندو، کوچنیانو او کونډو په وړاندی چی د هغوی له خوا د بل شوی جنګ په اورکی یی خپل اقارب او دوستان له لاسه ورکړی دی او ورکوی یی ځواب ورکړی.

د افغانستان ټولو خلکو انتظار درلود چی د شوروی اتحاد د قطعاتو له ستنیدلو وروسته چی مخالفینو جنګ ته د دوام ورکولو یواځنی عامل ګاڼه او د همدی پلمی له مخی یی د هغی پر خلاف جهاد کاوه، او پاکستان هم د شوروی اتحاد د قطعاتو وتل په سیمه کی د ثبات او امنیت عمده عامل باله، حالات به په هیواد کی استقرار ومومی او وسله والی نښتی به بندی شی، څرګندوم چی د خلکو دا محاسبه سمه او پر ځای وه، ځکه چی د جنګ د ادامی د توجیه کولو لپاره نور هیڅ کوم بل دلیل ندی پاته شوی.

د افغانستان د ښارونو او ولایتونو د نیولو بلانونه د پاکستانی پوځیانو له خوا د امریکایی مشاورینو تر نظر لاندی جوړ شول او په پاکستان کی د میشته تنظیمونو مشران د پردیو او پاکستانی پوځیانو په لاس کی د بیځانه او بی روحه وسایلو په توګه د افغانستان د پوځی اشغال، د خلکو د قتل او وژنی او د هغی د ورانی په فکر کی شول.

انکار نه منونکی سندونه او شواهد په لاس کی شته، او د پیښو وروستنی بهیر وښودله چی مخالف وسله وال افراطیون او هغه هیوادونه چی د افراطیونو ملاتړ کوی د افغانانو په خاوره باندی د تیری قصد لری او هلی ځلی کوی چی د افغانانو د واحد وطن، ملی واکمنی، ځمکنی بشپړتیا، او خپلواکی له خطر سره مخامخ کړی.

د شوروی اتحاد د قطعاتو د ستنیدلو په درشل کی مخالف افراطیون په ډیرو مودرنو وسلو او تجهیزاتو مسلح شول او د پاکستانی پوځیانو تر مستقیم ملاتړ لاندی د افغانستان جمهوریت په خاوره کی نفو‌ کوی. هغوی د ښارونو په اوسیدونکو باندی حملی کوی، په اقتصادی تأسیساتو، ښوونځیو، لویو لارو هوائی میدانونو، مقدسو ځایونو او عامه دارایی ګانو باندی یرغل کوی او لوټوی یی.

له بده مرغه اسلام آباد تر اوسه پورې همغه رسوا رول لوبوی چی جنرال ضیاوالحق لوباوه. زموږ ګران هیواد وال په یاد لری چی ضیاالحق به ادعا کوله چې د افغانستان اپوزویسیون هډو د پاکستان په خاوره کی وجود نلری او هغه هیواد د افغانستان په کورنیو چاروکی لاس وهنه نکوی. نن هم د اسلام آباد نه دا ډاډګیرنه اوریدل کیږی چی ګویا پاکستان د افغانستان د مربوطه حالاتو د عاجل او سوله ایزه هوارولوغوښتونکی دی. غواړم د هغه هیواد مسئولینو ته ووایم:

ښاغلو راپه سد سی! آیا د میرمن بی نظیر بوټو حکومت خبر دی چی د افغانستان په دننه کی د وسله والو بانډونو مشران د خپلو حامیانونه یعنی د پاکستان له پوځی استخباراتو نه څه امرونه اخلی، که هغه نده پری خبره زه ئی ورته وایم! افراطی ګروپونو ته پاکستانی د استخباراتو د اداری امرونه داسی دی چی د افغانستان په عمده ښارونو باندی د راکیټونو اورول تر پورتنی اندازی پوری زیات کړی، هوایی میدانونه وران کړی، د هیواد عمده ښارونو او پایتخت ته د غذایی موادو د رسولی لاری بندی کړی، د موادو کمښت او قلت رامنځ ته کړی. تر څو په دی توګه افراطیون د افغانستان د قانونی دولت په راپرزولو بریالی شی. ټول ګوری، چی اسلام آباد او په اسلام آباد کی جوړ شوی حکومت تر اوسه پوری د سوله ایزه حل لپاره حتی یو پیشنهاد هم ندی وړاندی کړی تکراروم یو پیشنهاد یی هم تر اوسه پوری مطرح کړی ندی. مګر د سولی په لوری دهلو ځلو خبری هم اسلام آباد کوی هم نور. څرګنده ده چی په افغانستان کی د سولی او آرامی چیغونه د پاکستان د پوځیانو هدف دا دی چی حتی وروستنی افغان هم د افغان په لاس مړکړی. هغوی غواړی د افغانستان نه يوه هدیره جوړه کړی. طبعی ده چی په هدیرې باندی بشپړه چوپتیا خپره وی. دافغانستان خلک د خپل وطن لپاره هیڅ کله او هیڅ کله مرګونی چوپتیا نه غواړی. د پاکستان پوځی مقاماتو له یوی خوا د افراطیونو وسله والی تقویی ته لاس اچولی دی او له بلی خوا خپل پوځی ځواکونه د افغانستان پولوته نژدی کوی. اوس د پاکستان عسکری فرقی او ملیشه او سعودی اجیران د جلال آباد پر خلاف جنګ کی عملا ً برخه اخلی او د جبهی تر شا، د پاکستانی د یولسمی او اتلسمی فرقی له خوائی کمک او ملاتړ کیږی.

پاکستانی هلیکوپتری د افغانستان جمهوریت خاوری ته ننوزی، د جګړه ایزو مهماتو اکمالات او د پاکستانی سعودی مشاورینو لیږدول سرته رسوی. هغوی غواړی چی له پوځی لاری او په یو اړخیزه توګه د خپلی خوښی حکومت چی په پاکستان کی یی جوړ کړی دی د افغانستان په خلکو وتپی او د ستر پاکستان د جوړولو د نًشو په تدبیق باندی بریالی شی. په دی ترتیب د پاکستان پوځیان غواړی یو نیم سل کاله پخوانی برتانوی استعماری تاریخ پر افغانستان باندی تکرار کړی او زموږ په ننګیالی وطن کی معاصر شاه شجاعان، تاج او تخت ته ورسوی. که چیری د پاکستان یولسمه او اتلسمه فرقه چی پر جلال آباد باندی دیرغل په کارکی ګډون کوی، او همدارنګه د پاکستان د اردو زغره وال قطعات او نور، په علنی توګه لا په تیری لاس پوری کړی، دافغانستان جمهوری دولت د خپلی خپلواکی او ځمکنی بشپړتیا د دفاع په خاطر د خپل مشروع او مسلم حق نه په استفادی سره به د پاکستان په خاوره کی د افراطی وسله والو ځواکونو په تاسیساتو باندی د راکیټونو ریز مریز کونکی ګذارونه وارد کړی.

په دی برخه کی باید د تیری کونکو سره هیڅ ډول شک او تردید پاته نشی. که څه هم زموږ سیاست د سولی سیاست دی او کوشش کؤو چی زموږ له لوری د جنګ د پیاوړی کیدو او پراخیدو هیڅ راز ضرورت منځ ته رانشی لیکن که د افغانستان خلک د روا دفاع لپاره پیاوړی مدافعی ته ضرورت پیدا کړی موږ به ټول اقدامات تر سره کړو. د پاکستان د تیری ادامه د افغانستان په خاوره کی جګړه ایزو عملیاتو ته د هغه هیواد د اردو د مستقیم جلبولو سره یو ځای به د افغانستان دولت د دی ضرورت او مجبوریت په وړاندی ودروی چی په هیواد کی سفر بری اعلان کړی. البته باید ټولوته ښکاره وی چی د سفر بری اعلانول زموږ انتخاب ندی، او موږ تر وسه وسه کوشش کؤو چی اوضاع دی وخامت ته ونه رسیږی. روانی جنګ، تخریب، اقتصادی سبوتاژ د مواصلاتی لارو بندول، پر ښارونو باندی حملی او د دولت له خوا د تخلیه سوی سیمو پوځی اشغال، د عامه دارایی ګانو لوټؤل د ړندو راکټونو په واسطه د ویری او ډار فضا جوړول، د پوځی او سیاسی حالاتو د تشدید موجب شول. تاسی خبر یاست چی د شوروی اتحاد د قطعاتو د ستنیدلو په درشل کی د غرب د ډله ایزو اطلاعاتو وسایلو د افغانستان د ملی واکمنی پر خلاف خپلو له دښمنی ډکو تبلیغاتو ته زیاته پراختیا ورکړه. همدارنګه یو شمیر غربی دپلوماتانو خپلی سفارت خانی په افغانستان کی خوشی کړی. افراطیونو تل د ښارونو د مرکزونو د ډیر ژرنیولو خبره زمزمه کوله او تل ئی د افغانستان له جمهوریت سره سیاسی دیالوګ، خبری اتری او تفاهم رداوه. موږ ټول لازم اقدامات او تدابیر عملی کړی دی او عملی کووئی، تر ځو افغانان په واحده کورنی کی چی نوم ئی افغانستان دی، سراسری ملی توافق ته ورسیږی او ټول مسایل نه د نظامی فشار، وینی تویولو، وژنی او التیماتوم له لاری بلکه د خبرو اترو، مفاهمی او جرګی له لاری حل کړی. ولی په مقابل کی د تهدید، فشار، وینی تویولو، د لویو لارو د بندولو، د قحطی او خوار وبار د موادو د قلت او د کمښت د تحمیلولو سره مخامخ کیږو. وسله وال مخالف افراطیون د افغانستان جمهوریت د هر پیشنهاد په وړاندی د ټوپک، انفجار،وژنی، لوټ ماری، او زور په ژبه خبری کړی دی. موږ څو ځلی اعلان وکړ چی د اووګونی تنظیمونو له مشرانو سره د نړی په هره نقطه کی مذاکری ته تیار یو او تاسی محترم استازی خبر لری چی د افغانستان جمهوری دولت د حضرت پیغمبر (ص) د میلاد د لمانځلو په ورځ پیشنهاد وکړ چی د جنګ د بندولو به خاطر به په مکه معظمه کی مذاکره وکړو. ولی ومولیدل چی څنګه د بی مسولیتی په احساس سره زموږ د دی انسانی پیشنهاد په وړاندی چی یوازی د جنګ د بندولو او د سولی د تامینولو لپاره ؤ د رد ځواب ورکړ شو. هغوی څو څو ځله اعلان کړی دی چی جنګ ته د وروستنی افغان تر ژوند پوری ادامه ورکوی. دا ډول خبری څو څو ځله د افغانستان د خلکو د دښمنانو له ستونی نه راوتلی دی او اوس افراطیون غواړی د امریکایانو، پاکستانیانو او سعودیانو هیلو او آرزوګانو ته په هیواد کی تحقق ورکړی. د افغانستان جمهوری دولت د هغو د حالاتو د ژور تحلیل پر بنیاد چی د شوروی اتحاد پوځی محدودو نظامی قطعاتو د ستنیدو په درشل کی د رامنځ ته کیدلو په حال کی ؤ، شنډونکی او غوڅ تدبیرونه ونیول تر څو د ضرورت په وخت کی د دسیسو، توطئو او لاری وهلونه دهیواد په اوسنیو حالاتو او شرایطو کی مخ نیوی وکړی.

د افغانستان د جمهودیت مشرتابه د هغو ژمنو له مخی چی د ۱۳۶۶ کال په لویه جرګه کی ئی د افغانستان د خلکو د استازو په مخ کی کړی وی د وطن ملی خپلواکی، ځمکنی بشپړتیا نه دفاع، د ملیونونو انسانانو د ژوندانه او د ملی شتمنیو د ساتلو، د افغانستان د جمهوریت د اساسی قانون د حراست په خاطر او د هیواد د کورنی امنیت د تامینولو، د ملی روغی جوړی د لاسته راوړنو د ساتلو او په ټولنه کی د نظم د تأمینولو په خاطر د افغانستان د جمهویت د اساسی قانون د ۱۴۳ مادی سره سم د ۱۳۶۷ کال د حوت د میاشتی له لومړی نیټی نه په هیواد کی د اضطرار حالت اعلان کړ او ددی حالت د اجرایوی رهبری ارګان یعنی د وطن عالی شورائی جوړه کړه. د زمان بهیر د افغانستان د جمهوریت پر خلاف د افراطی ځواکونو او پاکستانی پوځیانو له خوا د پلان شوی پراخ تیری او بیا هم زموږ د هیواد والو د لا ډیری بربادئ په هکله، د افغانستان د جمهوری دولت پیش بینی قانونی او په وخت ثابتی کړی. د ننګرهار او خوست په خلاف پراخ یرغل د کندهار جنګ ته لمن وهل، د مواصلاتی لاروبندول او په ښارونو او د استوګنی په سیمو باندی د راکټونو حملی، دی ټولو د پاکستانی پوځیانو د تجاوز کارانه پلانونو چی د هغوی تر ملاتړ لاندی د افراطیونو په واسطه سرته رسیږی، پرده پورته کړه. په هغی مودی کی چی د اضطرار حالت په هیواد کی ادامه پیدا کړه، د زرهاو انسانانو ژوند وساتل شو. د افغانستان د جمهوریت د ملی واکمنی او کورنی امنیت په خلاف په سل هاو رذیلانه توطئی کشف او خنثی شوی. تقریبا ً هره ورځ زیات شمیر ویلی، چاودونکی مواد ، راکټونه، ماینونه او بمونه چی د هغوی د هری چاودنی سره د دی وطن په سل هاو انسانان د هستی او ژوند څخه بی برخه کیږی او زموږ هیواد په کنډواله بدلوی کشف شوی دی. د افراطیونو ویره اچونکی او تالانګر پلانونه د هیواد په ښارونو او ولایتونو کی په پرله پسی توګه خنثی شول. په پای کی د افراطیونو، پاکستانی عسکرو او ملیشو او سعودی اجیرانو ناڅاپه تیری دفع شو، که څه هم هغوی د جلال آباد د بشپړ نیولو لپاره ۷۲ ساعته ټاکلی ؤ، ولی د فوق العاده تدبیرونو او د ننګرهار د ساتونکو او د افغانستان جمهوریت د وسله وال پوځ د لوړ همت په نتیجه کی زموږ د وطن دښمنانو ونشوای کولای خپل پلانونه زموږ د خلکو او پلارنۍ خاوری پر خلاف سرته ورسوی.

د افغانستان ځواکمن او له ویاړه ډک وسله وال پوځ، چی زموږ د باتورو نیکونو او پلرونو وینه د هغوی په رګونو کی بهیږی، د هیواد له شرقی دروازی نه په اتل والئ او ځان تیریدنی دفاع وکړه او د انګریزانو پر ضد د افغانانو د جنکونو تاریخی حماسی ئی یو ځل بیا را ژوندی کړی. اتل جلال آباد او د جلال آباد اتلو ساتونکو وښود له چی باتور او سلحشور افغانان د خپل پلرنی وطن نه دمستقلی د دفاع توان لری. اوس د نړی خلک او حتی هغه ټولنی چی زموږ د هیواد د ښارونو او د نظام د ډیر ژر سقوط اټکل ئی کاوه، تر ډیری اندازی پوری په واقعیتونو او د هیواد نه په دفاع کی د افغانستان د جمهوری دولت په توان اونیتونو باندی پوه شوی دی. حتی یو شمیر لویدیځی ټولنی په داسی حال کی چی پر جلال آباد باندی د تیری د سناریو او پلانونو څخه چی په پاکستان کی د امریکا د متحده ایالاتو د استازی او پاکستانی پوځیانو تر نظر لاندی جوړ شوی دی، پرده پورته کوی، په بیلابیلو ولایتونوکی د خپلو مواضعونه د وسله وال پوځ قهرمانانه دفاع، د افغانستان د جمهوریت د نظام پیاوړتیا بولی او د افغانستان د جمهوری دولت د سولی خوښؤنکی او انسانی سیاست په ځواک او حقیقت باندی اعتراف کوی.

د افغانستان د خلکو درنو استازو!

د اضطرار حالت د ملی روغی جوړی نه د انصراف او تیریدو په معنی نه دی، بلکه د افراطیونو او د پاکستان د پوځیانو د لمسونو او وراینو په وړاندی د دی سیاست ساتل تضمینوی او د ملی روغی جوړی پر خلاف د توطئو او سبوتاژ مخ نیوی کوی. په همدی مناسبت اوسنی لویه جرګه رابلل شوی ده تر څو د اضطراری حالت د دوام او زموږ د وسله وال پوځ د پیاوړتیا، د وطن د ځمکنی بشپړتیا، خپلواکی او د هیواد د بی دفاع انسانانو له ژوند نه په دفاع د خلکو د بسیج او د افغانستان د خلکو د نړیوالو دوستانو د مرستی او کمکونو د راجلبؤلو په هکله د افغانستان د جمهوریت د مشرتابه کړنلاره تائید کړی.

د تاریخ په شهادت د افغانستان لویی جرګی تل د هیواد د سرنوشت په ارتباط ډیر عمده مسایل په ملی او نړیوال ډګر کی ټاکلی دی، او د هیواد د پرمختګ پس منظر یی روښانه کړی دی. د شار صفا، شیر سرخ، غزنی، جلال آباد، پغمان او کابل لویی جرګی چی په مختلفو حالاتو کی جوړی شوی دی، د دی مسلم حقیقت ښکارندوی دی چی د افغانستان خلک جرګو او لویو جرګو ته ډیر اهمیت ورکوی او درناوی ئی کوی. دی لویو جرګو څوڅوځلی د وطن د سرنوشت، خپلوواکی، ځمکنۍ بشپړتیا، بی طرفی، ناپییل توب، له ګاونډیانو او د نړی له هیوادونو سره د دوستی په هکله ارزښتمنی پریکړی کړی دی.

لویی جرګی چی د افغانستان د ملت ملیتونو، قومونو، او قبایلو د استازو د وطن د مخورو مشرانو او دور اندیشه شخصیتونو په ګډون جوړی کړی دی، د افغانستان د خلکو د تاریخی او عنعنوی ویاړونو او مباهاتو جز دی. څوک کولای شی په ځان د افغانستان او د افغانستان د خلکو د دودونو او رواجونو د پیرویو نوم کیږدی؟ او د افغانستان د خلکو د ارادی د ډیر لوړ مظهر پریکړی او فیصلی تر پښو لاندی کړی؟ له بده مرغه داسی خلک شته دی. په اوسنیو شرایطو کی په پیښورکی د میشته اووګونوتنظیمونو مشرانو ملاتړی ده چی د لرغونی افغانستان ټول اسلامی، افغانی او پنځه زره کلن تاریخ د وطن ضد او خلکو ضد معاملو کی خرڅ کړی او په بدل کی ئی ډالر او کلداری خپلو جیبونوته واچوی. یو ځل بیا د افغانستان د خلکو د استازو په دی پرتمینه جرګه کی په ستر ویاړ سره تاکید کؤم چی موږ د خپل مستقل او آزاد وطن، افغانی او اسلامی دودونه، رواجونه، رسوم او عنعنات ساتو او وده ورکؤو. د خپلواک او آزاد افغانستان خلک به هیڅ کله حاضر نشی تر څو د پردیو امرونه او په پردیو هیوادنو کی جوړه شوی شوری او جوړ شوی حکومت ومنی. د افغانستان د جمهوری دولت دی ته تیار دی چی د مخالفو وسلوالو ځواکونو د ټولو استازو په ګډون د آزاد اوخپلواک افغانستان په خاورو کی په هغه ځای کی چی د هغی نه زموږ د نیکونو د تاریخی جرګو شوراو زوږ غوږته رسیږی پراخه جرګه جوړه کړی.

د لویی جرګی او د افغانستان د پتمنو خلکو درنو استازو!

خپل ملی او تاریخی رسالت بولم تر ځو د یو افغان او ستاسو د خدمت ګار په توګه اعلان وکړم، چی د مخالفو وسله والو افراطیونو مشران د پردیو د انقیاد لاندی او د کوټه قلفۍ په شرایطو کی د شوری په جوړولو سره د دی قصد لری چی د افغانستان ملی او جرګه ایزو ویاړونوته په سپکه سترګه وګوری او د پاکستان جوړ شوی حکومت د افغانستان خاوری ته وارد کړی. د افغانستان د جمهوری دولت رهبری، د افغانستان د خلکو دموکراتیک ګوند، سیاسی پلویان، ټول افغان وطنپال او د افغانستان د جمهوریت اتل وسله وال پوځ، خپل ملی او وطنی رسالت بولی چی تاسی هیواد والو ته خطاب وکړی چی خپل اعتراض او کرکه په لا اوچت آواز سره د افراطیونو او د افغانستان د خاوری او د دودی دغلو پر خلاف پورته کړی. افراطیون چی ملی او وطنی ګټو او ملی روغی جوړی، دا د وطن د میلیونو انسانانو غوښتنی ته مثبت ځواب نه ورکوی او د پردیو په فرمان په افغانستان کی د ورور وژنی د جګړی لپاره غاښونه تیره کوی وغندی او زموږ د باتورو نیکونو په شان د پاکستان د تیری د شنډولو په وړاندی متخد شی. د افغانستان جمهوری دولت، د هیواد د وسله وال پوځ او د افغانستان ټول دینداره خلک د خپل روا حق په څیر د بهرنه د تیری په وړاندی چی د هغی بیلګی اوس لیدل کیږی، د یو واهد موټی په څیر د وطن د دفاع سنګرته وځغلی او دلوی خدای او د افغانستان د زړه ورو خلکو په اتکا د ګران افغانستان د ملی نوامیسو، خپلواکی، ځمکنی بشپړتیا، ملی واکمنی، دودونو او ویاړونو غوڅه او زړه ورو دفاع وکړی.

دولت حاضر دی چی د مخکینیو پیشنهادونو پر بنسټ متارکه او اوربند په دی شرط چی مقابل لوری هم هغه رعایت کړی، اعلان کړی او سولی ته رسیدلو او د ورور وژنی جګړی د پای ته ریسدلو په خاطر د مستقیمی مفاهمی او مذاکری زمینی لاندی میکانیزم په بنیاد برابری کړی. د یوی اعلامیی په ترځ کی دی ټولو په سوله کی ذینفع ځواکونو ته بلنه ورکړه شی چی په ټاکلی نیټه کی اعلان شوی اوربند مراعات کړی. له هر اړخیز رعایت سره یو ځای دی مستقیم دیالوګ او خبری اتری پیل سی. د ژنیو د موافقت لیکونو د تطبیق، د افغانستان د دایمی بی طرفی د موقف د تثبیتولو او غیر پوځی کولو لپاره دی نړی وال کنفرانس، او د هیواد په دننه کی د رهبری د شوری د جوړولو لپاره د سولی کنفرانس جوړ شی. د رهبری شوری به پراخ بنسټیز حکومت جوړ کړی او دا حکومت به وظیفه ولری چی اوربند کنترول کړی، نوی اساسی قانون تصویب او د افغانستان لویه جرګه د اساسی قانون د تصویبولو لپاره دعوت کړی، پارلمان ته سراسری انتخابات سرته ورسوی او د پارلمان د جوړیدونه وروسته د افغانستان راتلونکی د نوی اساسی قانون سره سم جوړ شی. پیشنهاد کوم چی د اوسنی لویی جرګی د استازو له ترکیب نه دی منځ ګړی توب کمیسیون (کمیسیون میانجیګری) د اپوزیسیون له استازو سره په پاکستان، ایران او اوروپا کی، د پخوانی پادشاه محمد ظاهر شاه او د هغی له پلویانو سره او په لومړی سرکی د داخلی قومندانانو، د قبایلو مشرانو سره چی تر اوسه پوری د افغانستان جمهوری دولت سره د مخالفت په موضع کی دی او په عین حال کی د دولت سره د جګړه ایزو عملیاتو د ختمولو او په هیواد او خپلو سیمو کی د حالاتو د عادی کؤلو لپاره دتماسونو او مذاکری پرمخ بیوولوته تمایل لری جوړ شی. موږ حاضریو چی د اسلام د سپیځلی دین له احکامو او اصولو او د افغانستان د خلکو د جرګه ایزو عنعناتو مطابق د خپل هیواد مسایل د پردیو له لاس وهنی نه پرته حل کړو. همدا رنګه موږ تیار یو چی په افغانستان باندی د تیری د مسئلی د سوله ایزه حل نړی وال کنفرانس د شوروی د اتحاد ، د امریکا متحده ایالاتو، د چین د ولسی جمهوریت، ایران او هند په ګډون د ملګرو ملتونو تر نظارت لاندی جوړ کړو. دا دي د افغانستان د حالاتو د حل لپاره زموږ نظریی او پیشنهادونه.

موږ د مقابل لوری د نظریو او پیشنهادنو ته سترګی په لاره یو تر څو هغه سمدستی ارزیابی کړو او د حل د لاری په لټولوکی د باشهامته افغانانو او د ګران افغانستان توان نړی والوته ښکاره ګړو. د افغانستان جمهوریت به په راتلونکی کی د حل د لاری په پیداکؤلوکې د جنګ د بندونو او د سولی د رامنځ ته کولو په خاطر د اپوزیسیون سره په تفاهم او مذاکره کی لا ډیره هڅه وکړی او هیڅ تنظیم، هیڅ سیاسی ځواک، وسله وال ګروپونه، ګوندونه، سازمانونه او حتی انفرادی شخصیتونه به له دی هلو ځلو نه مستثنی نکړی. دولت په لومړی ګام کی د وسله والو ځواکونو کورنیو قومندانانو سره مذاکری او تماس ته ادامه ورکوی، ځکه د تیرو لسو کلنو تجربو وښودله چی کورنی قومندانان یواځنی ځواک دی چی د جنګ بارئی په اوږو وړی دی. له نیکه مرغه یو زیات شمیر کورنی قومندانان د شوروی د قواوو له ستنیدو نه وروسته د سولی د رامنځ ته کؤلو په خاطر د مسؤلیت احساس کوی او نه غواړی په داسی شرایطو کی چی شوروی قواوی له هیواد نه ستنی شوی دی، خپلو وطنوالو ته صدمه ورسوی. ژوندی نمونی او بیلګی شته دی چی یو شمیر قومندانان او د هغوی وسله والو کسانو جلال آباد ته له تګ څخه سر غړونه وکړه او د جلال آباد جنګ ئی د وطن پر خلاف د پردیو تیری وباله. غواړم دا مطلب د هغه داخلی قومندانانو اطلاع ته ورسوم، چی د ترصد په حالت کی دی: په اوسنیو شرایطو کی چی ستاسو هیواد د پاکستان له خوا له تیری سره مخامخ شوی دی، ستاسی چوپتیا په حقیقت کی د تیری کونکو لاسونه د افغانستان په چاروکی آزاد پریږدی او دا کار د افغانانو ملی حیثیت ته صدمه رسوی. د هر واقعی افغان وظیفه دا ده چی د وطن له ګټو څخه د بهر نه د لاس وهنی او تیری په مقابل کی دفاع وکړی. د پاکستان د تیري په دفع او طرد کی ونډه واخلی او په جنګ کی د ښکیلو افغانانو په پخلاینه کی مرسته وکړی. د افغانستان جمهوری دولت دی ته چمتو دی چی د نوموړو قومندانانو سره په تفاهم کی د هغوی مربوطو سیموته امدادی مالونه، غنم او داوسیدونکو نوری اړتیاوی ولیږی. د هغو قومندانانو او د ګروپونو د مشرانو د ځمکی ساحه نده محدوده شوی چی د ملی روغی جوړی د کړنلاری سره یو ځای کیږی. دولت له هغوی سره د کرهنی د فارمونو په جوړولوکی د مالداری او رمه داری کی مرسته او همکاری کوی. هغوی کولای شی په خپلو مربوطو سیموکی والی، قومندانان، څارنوالان او اداری مامورین له خپل منځ نه تعیین کړی. دولت د هغوی مالی ونډه د هیواد په مجموعی بودجه کی تعینوی او د سیمو د ټولنیزو او اقتصادی پلانونو په تحقق کی سهیم کیږی. موږ د هیواد په اطرافو او سیمو کی د وسله والو ګروپونو قومندانانو ته ابلاغؤو چی پخپلو وسلو باندی د خپلو سیمو امنیت ونیسی او له دولت سره خپلو سیمو ته د ضرورت وړغذایی موادو په لیږدؤلو کی همکاری وکړی.

د افغانستان جمهوری دولت د دی با اعتباره جرګی له لاری ټولو وسله والو مخالفو ځواکونو ته بلنه ورکوی چی د داسی افغانانو په توګه، چی اوس هم کولای شی د وطن د سرنوشت د مربوطه مسائلو په حل کی خپله هوښیاری او عقل وښیی د آزاد، ناپییلی، خپلواک او واحد افغانستان د ساتلو لپاره خپل رول ولوبوی او د افغانستان د ورانؤلو او تعجیز لپاره د پردیو د لاس آله نشی. موږ د افغانستان دولت د بهرنی سوله خوښونکی سیاست دا ادامی غوښتونکی یو چی د ۱۳۶۶ کال د قوس د میاشتی د لویی جرګی له خوا ټاکل شویدی. دولت په خپلو دپالوماتیکو او نړی والو اړیکو کی د ملی روغی جوړی د ارزښتونو، د افغانستان د خلکو د لوړو ګټو، سوله ایزګډ ژوند، د حقوقو د برابرۍ، آزادۍ او مثبتی بی طرفۍ له اصولو څخه پیروی کوی. یو ځل بیا له دی تربیون نه اعلانوم چی موږ د افغانستان د دایمی بی طرفی او غیر پوځی کولو غوښتونکی یو، تر څو له هغو شرایطو څخه په استفادی سره چی رامنځ ته کیږی، له جګړی څخه د راپیدا شوو زخمونو په التیام شروع وکړو او د خپل وطن ټولنیز- اقتصادی پرمختګ تأمین کړو. زموږ اړیکی او مناسبات به د نړی له ټولو هیواونو سره یوځای د افغانستان د ملی ګټو په چوکاټ کی تأمین شی. موږ د نړی د ټولو ملتونو نه هیله کؤو چی زموږ د هیواد پر خلاف دخالت او لاس وهنی له هر لوری څخه چی وی وغندی او زموږ له هیواد سره په اقتصادی او ټولنیز پرمختګ کی مرسته وکړی. موږ نه غواړو چی د هیڅ هیواد سره دښمنی وکړو، موږ یوازی او یوازی د نړی د هیوادونو له خوا، د ګاونډیانو له خوا د بلمثله عمل انتظار لرو. د افغانستان د جمهوریت ګاونډیان او به تیره بیا د پاکستان خلک او ولسونه چی اسلامی او فرهنګی روابط زموږ هیوادونه له یو بل سره نژدی کوی، کولای شی په افغانستان کی د سولی په تأمینولو کی مهم رول ولوبوی. متأسفانه د پوځی او افراطی سیاستونو له عمله په اوسنیو شرایطو کی د افغانستان په کورنیو چاروکی لاس وهنه او تیری په عمده توګه د پاکستان له خاوری څخه سرته رسیږی. د افغانستان جمهوری دولت د پاکستان خلکو ته مراجعه کوی او له هغوی نه غواړی چی پر پوځیانو باندی، چی د هغه هیواد په سیاستونوئی تر اوسه پوری سیوری اچولی دی، د خپلی اغیزی له لاری په افغانستان کی د ورور وژنی د جګړی د لمسونو مخ نیوی وکړی او پری نږدی چی د هغوی افغانی ګاونډیان چی له یو بل سره د دوستی او تجارت ژوری اړیکی او ګډ فرهنګی روابط لری، د پوځیانو د غوښتنو د تحقق په لاره کی قربان سی. موږ یقین لرو چی د پاکستان خلک د دی توان لری تر څو پر پوځیانو باندی د فشار اچولو له لاری په سیمه کی د خطر او تهدید مخه ونیسی. موږ د پاکستان له پارلمان نه هیله کؤو چی د خپلو امکاناتو نه په استفادی سره د پاکستان د پوځیانو کړنلاری ته، په افغانستان کی د سولی او آرامی د ټینګؤلو او د پاکستان له خوا د ژنیو د موافقتنامو د تطبیقؤلو لوری ته تغییر ورکړی.

 ایران اسلامی جمهوریت او د افغانستان جمهوریت ، تاریخی او عنعنوی اړیکی لری، او په اوسنی وخت کی د سولی د تأمینولو او تیری کونکو ځواکونو د نفوذ د شنډولو لپاره ګډه مبارزه کوی. هیله من یو چی د ایران وروڼه خلک د واشنګټن د تیری غوښتونکی کړنلاری پر خلاف د افغانستان د خلکو د روا مبارزی ملاتړ وکړی.

زموږ اړیکی له هند سره د لرغونی تاریخ، ښه ګاونډیتوب او متقابله دوستی بر بنسټ ولاړی دی. موږ د هند دوست هیواد نشی کولای د هغو حالاتو سره چی د افغانستان د جمهوریت په شاو خوا کی رامنځ ته شوی دی بی تفاوته پاته شی. د پاکستان د پوځیانو د پراختیا غوښتونکو پلانونو او لمسونو تر شا، د هند ضد ښکاره نیتونه هم نغښتی دی. موږ د اسلامی هیوادونو، ټولو همسایه ګانو، د ناپییلتوب له غورځنګ او د نړی له دولتونو سره د حقوقو د برابرئ پر بنسټ د خپلو اړیکو د پراختیا غوښتونکی یو. د ناپییلتوب غورځنګ چی د هغه رول په نړی واله عرصه کی ستر او محسوس دی کولای شی چی د ژنیو د موافقت نامو په تطبیق کی د هغه د لاسلیک کونکو له خوا د ملګرو ملتونو د ۴۳ می غونډی د پریکړه لیک په اجرا کولو کې، اوربند ته په رابللو او د هغی په کنترول کی د پراخ بنسټیز ائتلافی حکومت په جوړولو کی او د افغانانو په منځ کې د مذاکری او مفاهمی په تامینولو کی فعال رول ولوبوی.

شوروی اتحاد زموږ د هیواد په شمال کی د یو ستر نړی وال ځواک په توګه له اوو لسیزونه را په دی خوا د افغانستان له جمهوریت سره حسنه روابط لری. اوس زموږ د هیوادونو ګډی پولی د سولی او د دوستۍ په پولو بدلی شوی دی. د افغانستان جمهوریت او شوروی اتحاد د خپلو تعهداتو په سرته رسولو سره چی د ژنیو په لوزنامو کې پیش بینی شوی دی، یو ځل بیا ئی خپل دوستانه او سوله غوښتونکی دریځونه نړی والو ته ثابت کړل. د افغانستان خلک د شوروی اتحاد مرستو ته کلکه اړتیا لری. په تیره بیا اوس چی زموږ هیواد یو ځل بیا د افراطی ځواکونو او پاکستانی پوځیانو له خواله تیری سره مخامخ شوی دی، ددی ستر نړی وال هیواد د یو ګاونډی په توګه خپل حق ګڼو چی د شوروی اتحاد په مهال او هر اړخیزو مرستو باندی حساب وکړو.

تاریخ داسی پیښه کړی ده چی د افغانستان د شمالی پولو په اوږدو کې د شوروی مقتدر دولت پروت دی. د تاریخ په اوږدوکی زموږ نیکونو او پلرونو د ملی جرګو او غونډو په ترځ کی زموږ د هیوادونو او ولسونو تر منځ دوستی، متقابل روابط، ګاونډیتوب او مسالمت آمیزه همزیستی انتخاب کړی او تائیده کړی ده او هغه ئی د ستر میراث په توګه موږ ته پری ایښی ده. غواړم ستاسی د افغانستان د خلکو د استازو په وړاندی په وړاندی په صراحت سره څرګنده کړم چی موږ د خپل وطن او خلکو د بچیانو په توګه د شوروی اتحاد له خلکو سره په دوستی کې او د افغانستان او شوروی اتحاد د هیوادونو تر منځ د اړیکو په پیاوړتیا کی، زموږ د ملی ګټو په نظر کې نیولو سره، د خپلو نیکونو او پلرونو لاره تعقیبؤو.

د افغان شوروی هیوادونو او ولسونو تر منځ د دوستی، ښه ګاونډیتوب قرارداد او د یو بل په وړاندی د دی هیوادونو تعهدات لا تر اوسه پر ځای پاته شوی دی. موږ په راتلونکی کی د شوروی اتحاد د هر ډول کمک او مرستی د راجلبولو حق چی د افغانانو د ملی ګټو او د خپلواک، واحد د ملی استقلال او ځمکنی بشپړتیا لرونکی افغانستان له موجودیت سره سمون ولری، خپل هیواد ته محفوظ ساتو. جغرافیائی سرنوشت افغانستان د چین له هیواد سره چی د آسیا او نړی ستر قدرت دی په نژدی مجاورت کی واقع کړی دی. زموږ د خلکو تر منځ ژوری، تاریخی او فرهنګی اړیکی او پیوندونه منځ ته راغلی او پرمختګ ئی کړی دی. د افغانستان جمهوریت تل د دی هیله درلوده چی د چین له ولسی جمهوریت سره د مسالمت آمیزه همزیستی او ښه ګاونډیتوب د اصولو بر بنیاد، عادی او دوستانه اړیکی او مناسبات ولری. موږ یقین لرو چی د افغانستان په مسئله کی وروستنی پر مختګونه او په نړیالو حالاتوکی مثبت بدلونونه به د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو په پراختیا او ښه والی کې د هر ډول ستونځو د له منځه وړلو لپاره ښی زمینی برابری کړی. د افغانستان خلک هغه سیاسی، اقتصادی او سیاسی بدلونونه چی په ګاونډی هیواد کی د چین ولسی جمهوریت د خلکو او مشرتابه له خوا سرته رسیږی په دلچسپی سره تعقیبوی او د چین د خلکو په ګټه د دی هځو د بری او د دواړو هیوادونو تر منځ د مثمرو همکاریو د پراختیا هیله مند دی.

د محترمی لویی جرګی غړی او د افغانستان ټول خلک په وضاحت سره وینی چی د امریکا له متحده ایالاتو څخه د دریابونو له هغی خوانه زموږ هیواد ته د انسان وژنی وسایل، د چاودنی مواد، ځمکی نه ځمکی ته او ځمکی نه هوا ته راکټونه چی د هغی په وسیله زموږ د وطن انسانان یعنی کوچنیان، ځوانان، سپین ږیری په شهادت رسیږی راوړل کیږي. موږ د امریکا د متحده ایالاتو له خلکو نه هیله کوو چې د خپلی بشر دوستی او انسان دوستی له مخی د خپل هیواد به حکومت باندی فشار راوړی او افغانستان ته د وژونکو وسلو دلیږلو مخه ونیسي.

افغانستان تودو شویو او سپنو، دود او باروت ته اړتیا نلری. د افغانستان د خلکو اړتیا ارتزاقی مواد، پوشاک، او درمل دی. موږ د ملګرو ملتونو د سازمان له سرمنشی نه د ژنیو د خبرو اترو د بهیر د رهبری او په نه ستړی کیدونکی توګه مخ کی بیولو له امله مننه څرګندؤ. پاکستان د ملګرو ملتونو د سازمان د سرمنشی په حضور کی د ژنیو د موافقت نامو له لاسلیک کولو او د هغوی په پای کی د شوروی اتحاد او امریکا د متحده ایالاتو د تضمین سره سره چی د دی موافقت نامو اجرائیوی او حقوقی حیثیت ئی لوړ کړی دی، هغه نه رعایتوی. د پاکستان دا عمل د داسی نړی وال معتبر سند په وړاندی سرغړونی او بی اعتنایی د ملګرو ملتونو د سازمان اُتوریتی ته کلک ګذار ورکوی او د هغه سازمان نړیوال اعتبار ته زیان رسوی. نړی واله ټولنه کولای شی او باید په داسی شرایطو کی چی په افغانستان کی د جګړی د دوام لپاره ټولی بهانی له منځه تللی دی د سولی پر تأمینولو او د افغانستان د جمهوریت د وران شوی اقتصاد په بیا جوړولو کی موثر رول ولوبوی.

درنو هیوادوالو، محترمو استازو!

جنګ او زموږ په خاوره او ملت باندی تیری د ټولو افغانانو ملی احساسات راپارولی دی. زموږ د هیواد خلک د وطن او د افغانستان د ځوریدلی خاوری، ملی روغی جوړی او راتلونکی سرنوشت سره په توده مینه باندی کار او پیکار کوی. اجازه راکړی د دی با اعتباره تربیون نه خپل او د افغانستان جمهوریت د مشرتابه د ژوری مننی مراتب د خلکو د کار، زحمتونو او د ملی روغی جوړی د سیاست د ملاتړ په خاطر څرګند کړم. بشپړ باور لرم چی د افغانستان خلک به په خپله سخته ولی پتمنه او عادلانه مبارزه کی بریالی کیږی. د دی بری زیری، ورکونکی سرچینی د بشپړی ملی سولی او ملی توافق د بسیا کولو پخاطر د افغانستان د خلکو په خلل نه منونکی اراده کی نغښتی دی.

د هیواد مشرتابه په عالی مقام کی په اوسنیو شرایطو کې یو ځل بیا د افغان باتور ملت به وړاندی خپل تعهد نوی کؤم چی خپل ټول ځواک، انرژی، استعداد او توان به د افغانستان خلکو د خدمت لپاره صرف کړم. خپل وظیفوی مسئولیت او ملی دَین بولم چی په هیواد کې د ملي توافق او ملي روغی جوړی د تحقق په خاطر له هیځ ډول کار او زحمت نه ځان و نه سپؤم او په راتلونکی کې به هم د افغانانو په خاوره کی د سولی د تأمینؤلو په خاطر د ملي روغی جووی کړنلاری ته په غوڅه توګه او زړه ورتیا ادامه ورکړم. له ستر خدای نه د توفیق هیله کؤم او د خپل زړ ور ملت د وګړنیو هدفونو په تحقق کې د افغانستان د پتمنو خلکو د همکارئ غوښتنه کؤم.

اوسنئ لویه جرګه به چې د هیواد په حساسو او سرنوشت جوړونکو شرایطو کې دایره شوی ده په ډیره ښه او روښانه توګه زموږ د ګران وطن په تاریخ کی ثبت شي.

پریږدئ چې دروانی جرګی نوم د ملي روغی جوړی، ملی یوالی، سولی اوآرامئ د نوم سره هم ردیفه پاته شی.

و من الله توفیق

د افغانستان د جمهور رئیس ډاکترر نجیب الله وینا چې د ۱۳۶۸ کال د ثور د میاشتی په لویه جرگه کې یې واوروله

د لویی جرګی محترمو غړو!

د ایران اسلامی جمهوریت او د افغانستان جمهوریت ، تاریخی او عنعنوی اړیکی لری، او په اوسنی وخت کی د سولی د تأمینولو او تیری کونکو ځواکونو د نفوذ د شنډولو لپاره ګډه مبارزه کوی. هیله من یو چی د ایران وروڼه خلک د واشنګټن د تیری غوښتونکی کړنلاری پر خلاف د افغانستان د خلکو د روا مبارزی ملاتړ وکړی.