Dr Najibullah

Dr Najibullah

Wednesday, September 28, 2011

شهید دوکتور نجیب الله و شهید احمدزی

خدایه موږ خپل هغه طبیب غواړو
زړه ته قریب، هغه حبیب غواړو
چی په تدبیر مو له دې رنځه کړي خلاص
ربه! له تا نه بیا نجیب غواړو

شهید دوکتور نجیب الله و شهید احمدزی






Tuesday, September 20, 2011

شهید ډاکتر نجیب الله د جهاد مدعیانو حقیقت په ډاګه کوی او مجددی تائیدوی

د شهید ډاکتر نجیب الله د وینا یوه برخه چی حقیقت، ماهیئت او هدف د جهاد مدعیانو په افغانستان کې څه وه څرګنده وی او د حضرت صبغت الله مجددی لومړۍ ولسمشر د رژیم «جهادی – تنظیمی» تائید. حتماً یی وګوری


Sunday, September 18, 2011

شهید ډاکتر نجیب الله حکومت د سی آی ای او آی ایس ای لوری وپرزول شو



د امریکا استخبارتی سازمان (سي. آی. ای) او د پاکستان (آی. ایس.آی) د شهید ډاکتر نجیب الله پروړاندي په نوم جهادی مشران او ستر ټوپکماران لکه احمد شاه مسعود سره مالی او د وسلو مرسته کوله - د امریکا غږ اشنا راډیو تبصره - د تبصرې متن په پای کې دی -

د «امریکا غږ» راډیو تبصره د هغه کتاب په هکله چې د «واشینګټن پوست» د ورځپاڼې یو وتلي لیکوال (سټیو کول) لیکلې و. دا کتاب په افغانستان کې د شوروي او امریکې د «سړې» جګړې د ارزولو په ترځ کې، د امریکې جاسوسي سازمان «سي. آی. ای» او د «مجاهدینو» اړیکې او د نوموړي سازمان لخوا «جهادی» مشرانو او قومندانانو ته د پیسو ورکولو په اړه څرګندونې کوي. په همدې لړ کې د افغان ټوپکمار (احمدشاه مسعود) په اړه هم ځانګړي فاکتونه رابرسیره کوي. سربیره پر دی د «واشینګټن پوسټ» تبصرکونکې افسوس څرګندوي چې ولې د امریکې دولت د ډاکتر نجیب الله د حکومت او سیاستونو ملاتړ ونکړ.د تبصرې متن:د واشنتګټن پوسټ په ورځپاڼه کې راغلی دی چی د افغان شوروی جګړي په وخت کې په افغانستان کې د امریکا سفارت وتړل شو او سی آی ای مجبوره شوه چی د افغانستان د چارو لپاره خپل دفتر په اسلام اباد کې پرانیزی خو سی آی ای وروسته د ګیری شرین په مشرۍ د سی آی ای د کابل دفتر پرانست ددغه لوی مامور اوله وظیفه دا وه چی د افغانستان هغو تخمینو ۵۰۰و تنو جهادی قومندانانو ته معشونه ورورسوی چی د سی آی ای معاش خواره وه یوازی احمد شاه مسعود ته سی آی ای د میاشتی ۲۰۰۰۰۰ ډالره ورکول خو دا خبره د پاکستان له آی ایس آی نه پټه ساتل کیده نه او دلیل دا وه چی مسعود له آی ایس ای نه هم ډیر زیات معاش اخیستی وه د افغانستان ددغو قومندانانو اصلی وظیفه د ډاکتر نجیب ختمول وه - واشنګټن پوسټ د کول د کتاب په حواله لیکې چی د پاکستان استخبارتی اداري په پیښور کې یوی غونډی ته تخمین لس، دولس تنه افغانی قومندانان وروغوښتل پدې غونډه کې د سی آی ای مامورینو د سروبۍ د سړک نقشې وویشلۍ او هدف دا وه چی پدغه سړک کې بمونه ددې لپاره خښ کړای شی چی د ډاکتر نجیب الله کاروانونه او کتارونه تخریب کړی دلته افغانې قومندانانو ته معلومه شوه چی د سی آی ای د پیسو د بوجیو خولې ورته خلاصی دی خو ورځپاڼه لیکې چی سړۍ ته دا فکر پیدا کیږی چی که سی آی ای د نجیب حکومت نه وی راپرځولی نو د متحده ایالاتو ورځ به څومره بهتره وی ښایی چی طالبان به هیڅکله هم قدرت ته نه وی رسیدلی خو په افغانستان کې د سی آی ای د فعالیتونو لپاره د ویګن او د مشر بوش بودیجه بیخی زیاته وه د سی آی ای او آی ایس آی په هغې اوږدۍ جګره کې چی هدف یی د ډاکتر نجیب الله راپرځول او پرځای یی د پاکستان یو لاس پوڅی حکومت کینول وه په زرګونه افغانان ووژل شو کومو اجیرو کسانو چی پدغې جګړه کې برخه واخیستله هغوی اکثره بنیادګرایان وه - د واشنګټن پوسټ ورځپاڼه ادامه ورکوی او لیکی چی سی آی ای په پای کې د افغانستان څخه داسی ملک جوړ کړ چی د ګډوډی او جګره مارانو له مشرانو ډک وه دا جګره ماران په هر ډول وسلو مسلح وه پدې وسولو کې لس ټینګر توغندیو نه نیول تر دافع هوا پوری هر څه شامل وه په افغانستان کې خلکو دومره وسلې لرلی چی د پاکستان او هند خلکو په مجموعی ډول نه لرلی پدې وخت کې په لسو کلونو کې امریکا افغانستان ته دومره وسلې ورولیږلۍ چی بل هیڅ هیواد ته یی نه وی استولې پدې ډول افغانستان ددې لپاره تیار شو چی طالبان راووځي هغوی وعده دا وه چی جګړه ماران به ختم کړی او د قانون حاکمیت به ټینګ کړی په پای کې افغانستان د اسامه بن لادن د فاعلیتو لپاره بهترین ځای شو. وروسته ۱۹۹۶ کې چی بن لادن یو خطر شو سی آی ای هڅه وکړه چی د احمد شاه مسعود په شمول البته جګړه ماران بیا فعال کړی او ځینی افغانان یی ددې لپاره استخدام کړل چی اسامه بن لادن یا ونیسی او یا یی ووژنۍ خو خبره دا ده چی بیخی ناوخته شوی وه

Wednesday, September 14, 2011

ډاکتر نجیب الله د شعر په هینداره کې

گرانو دوستاىو او درىو هېوادوالو،
ډاکتر نجیب الله د شعر په هينداره کې د شعرونو هغه ټولګه ده چې د ډاکتر نجیب الله دشهادت د پينځلسم تلین په درشل کې د کابل په ښار کې له چاپه وتې. دا شعري ټولګه چې د ښکلي صحافت سره د شهید ډاکتر نجیب الله په اړه د ګڼو شاعراىو عاطفې، احساسات او لیدلوري د شعر په بڼه انځوروي، د لوست لپاره چمتو ده. هېوادوال او نور علاقمندان کولې شي د لاندې ټلیفوني شمیرو له لارې دا کتاب په مناسبه بیه تر لاسه کړي :

کابل:
لعل محمد احمدزى: 797612528 (0) 93+
787715505 (0) 93+

تاج محمد احمدزى : 777802317 (0) 93+
کریم احمدزې : 771017737 (0) 93+
پېښور :
یونیورسټی بک ایجنسی
خیبربازار پیښور
تلیفون شمېرې دادي: 2212534 / 2212335

اروپا (سویدن) 737608525 (0) 46+
د زیاتو معلوماتو لپاره د برېښنالیک له لارې د لاندې پتې
سره اړیکه ټينګه کړئ:
payamewatan@yahoo.com

یادونه: دکتاب د لاس ته راوړلو نورې پتې او نښې به هم ډیر ژر خپرې شي.

Sunday, September 11, 2011