Dr Najibullah

Dr Najibullah

Wednesday, May 27, 2009

The Victom Of History

د شهید ډاکتر نجیب الله د ژوندانه او سولیزه هلوځلو په اړوند
مستندفلم خپریدو ته چمتو دی
 
    لکه څنګه چې ټولو ته څرګنده ده، محترم فاروق زرنګ د هیواد پیاوړې او نوښتګر فلم بردار د «چراغ شهید» تر  نامه لاندې مستند فلم جوړ کړ او د کتلو د پاره یې د خلکو او عامه افکارو چوپړ ته وړاندې کړ.  دا دی یوځل بیا د دغه زړور فلم جوړونکي په ابتکار او نووښت  نوی مستند فلم  د نندارې په درشل کې دی، چې خپل نندارچیان د بی شمیره نالیدلي او ناوئیلي حقیقتونو لیدو او اوریدو ته رابولي.
فلم، سینما او مستند انځورونه هغه دنیا ده چې غواړي ټول ناوئیلي حقایق وویل شي او پردی پر مخ د خلکو اذهانو ته وړاندې کړل شي.  د افغانستان په غمیزه کې داسې حقایق شته چې پټ ساتل شوي او یا چا ندي غوښتي چې زموږ خلکو ته یې په انځوریزه بڼه د لیدلو دپاره وړاندې کړي او د خلکو دردونه پکې بیان کړي، مګر کله کله پیدا کیږي داسې کسان چې خپله فریضه او وجیبه بولي چې دغه پټ ساتل شوي حقایق وسپړي او د مستندو فاکتونو او واقعیتونو په څیړلو سره د بیلابیلو خواوو رول او نقشونه واضح او بربنډه کړي.  محترم فاروق زرنګ دغه وظیفه ښه سرته رسوي او په پوره صداقت او ایماندارۍ سره د افغانستان د غمیزې په اړوند مسایل څیړي او روښانوي یې.
موږ ده ته پدی ستره دنده کې بریالیتوب غواړو او هیله مند یو چې په راتلونکي وختونو کې نور هم د ژوندي انځورونو په جوړولو سره  د افغانستان انځوریز تاریخ ته رغنده پیاوړتیا ورکړي ترڅو هیڅ حقیقت پټ او ناوئیلې پاتې نشي او د افغانستان خلک ښه پوه شي چې «چا د افغانستان لپاره څه وکړل»، څوک او کوم قوتونه ول چې د دوی وطن یې وران او ویجاړ کړ او د دوی ژوند یې په غمونو ولاړه.
د هغې ورځې په هیله چې نور کسان هم داسې حقایق ووایی او انځورونه یې جوړ کړي.