Dr Najibullah

Dr Najibullah

Monday, September 27, 2010

دشهيد ډاكټرنجيب الله دشهادت دڅوارلسمې كاليزې په مناسبت



چې ژوندي وم تاسي ويشتې وم په كاڼو
اوس مې څه له ښكلوى دقبركاڼي

...هو: څومره ښه ويلي شاعر او څومره غوره وينا ده او څه ښكلې او روڼ حقيقت دى او د تورو فكرونو يوه روښانه هنداره ده، د ۱۹۹۶ كال دسپتمبر د مياشتې په شپږويشتمه نيټه د افغانستان د كورنيو او بهرنيو دښمنانوله خوا د افغانستان پخواني جمهور ريس ډاكټرنجيب الله په شهادت ورسيد، چې ددغه ستر سياسي او معنوي شخصيت وژنه زموږ هيواد او هيوادوالو ته د بدمرغۍ يو نوي پړاوپرانيسته هغه دا چې افغانانو يو ملي مشر، يوپوه لارښود، او وطنپال سياستپوه له لاسه وركړ، او د افغانانو تر ټوله ستره بدمرغي داده چې نن په خپل هيواد كې يو داسي مشرنه لري چې ټول افغانان پري راټول شي، دا يو تريخ حقيقت دي څوك يې مني او كه نه؟
د شهيدډاكټرنجيب الله دشهادت ورځ هركال دنړۍ په هر ګوډكې دافغانانو له خوا لمانځل كيږي او د لمانځني ليوال يې هركال زياتيږي، خو پوښتنه دا ده چې پدي وروستيو د ډاكټرنجيب الله دشهادت په كاليزوكې داسي خلك لېدل كيږي چې د همدغې ډاكټر نجيب الله په راپرځولوكې يې لوى لاس درلود، او نن دهغه په مرګ غمجن دى او ژاړي،داسې څرګندو او مكارو قاتلينو ته سړى څه ووايي چې هم يې وژني او هم يي پر قبر د ګلونو ګيډى ږدي او اوښكي تويوې.
خو زموږ درديدلي ولس بايد پدي پوه شي چي داهغه خلك دي چې دوطن په ړنګيدو د ډاكټرنجيب الله دحكومت په راپرځيدو، او د نړيوالي ټولني دسولې دپلان په شنډيدوكې دافغانستان له دښمنان سره ډيره مرسته كړې، او د دوى يواځينۍ هيله داوه چي په راتلونكي حكومت كې به ورته يولوړمقام وركړي،خوله نيكه مرغه د دوى دغه هيله د خاورو سره خاوري شوه د نوي مقام په ځاى يې د تاريخ په پاڼوكې دطن او خلكوسره دخيانت ترعنوان لاندي په توره كرښه نومونه وليكل شول،په هيواد او په خپل كوركې هم د ژوند حلقه پري راتنګه شوه، او ديته اړشول چي دغربي اروپا هيوادونو او دامريكامتحده ايالاتو ته كډه وكړي، مقام هير شو وطن هير شو،د امپرياليزم پر ضدشعارونه هيرشول، د هماغه امپرياليزم خيرات (سوسيال معاش) ته كېناستل او خوښ شوچې له وطن څخه ژوندي راوتښتيدل، او د خپلو بچيانو راتلونكي يې جوړه كړه خو د وطن او ولس راتلونكي يې دخاوروسره خاوري كړ.
نن يوځل بياهغه اشخاص هڅه كوي ترڅو يوځل بياد دي ويجاړهيواد دسياست په ډګركې ځان په بل ډول څرګندكړي د خلكوسترګو ته خاوري وشيندي او د ډاكټرنجيب الله د مزار خاورو ته درناوي كوي او د هغه د انځورنو لاندي ځان نوي مقام ته ورسوي .
داسي وايې كله چې منصورپه دار وځړيد،خوريې دخلكوله منځه ورمنډه كړه او پښوته يې كيناسته، قاضيانو پري غږ وكړچې ولى دي د مخ حجاب نشته او د نارينو په منځ كې ولاړه يې؟ هغي ځواب وركړچې كومه دي نارينه دلته خو يونارينه دي چې په دارځړيږي زه خوبل نارينه نه وينم.
- د افسانوي،او حقيقي اتلانو توپير به دتاريخ قِضاوت ته پريږدو.
دشهيد ډاكټرنجيب الله د صادقو پېروانو د بري په هيله

نفاق

نسيم له ګله چې بوراشړلو
رقيب له كلي نه آشناشړلو
په غبرګوسترګوتوري شپي راكتل
پتنګ له شمعي چې مااوتاشړلو
دماښام زلفي چې په لمرخوريدي
زموږ له ورځي يې سباشړلو
ساقي جامونه په تندي ماتول
مېخوار له مېيو چې ملاشړلو
شيخ خودحوروپه تصويرغوليده
ځكه اسديې له ليلا شړلو

اسدالله (ميوند)
مسكو د سپتمبردمياشتي شپږويشتمه
۲۰۱۰
http://www.payamewatan.com/

See more

No comments:

Post a Comment