Dr Najibullah

Dr Najibullah

Monday, September 27, 2010

مظلوم شهید

احمد سیر کاکړ

مظلوم شهید

اې افغانه ، اې غافله قومه، اې ساده قومه
...ما درته نه وو ویلي؟ چې دوي راځي او راغلل!
ما درته نه وو ویلي؟ چې ستا هیواد به تجزیه کېږې، او همداسې وشو!
ما درته نه وو ویلي؟ چې اسلام بل څه وايي او ته بل څه کوی؟
ما درته نه وو ویلي؟ چې راشه ، کینه، جرګه شه، پخلا شه، یوشه، خو تا چیرې منل؟
تا خو زما په مرګ ځان غازي بللو
تاخو دملت مال ځان ته غنیمت ګڼلو
او نن ستا بچي ، په کوم حالت کې دي؟
ډوډی لري.......؟
کتاب لري.......؟
او که غرور....؟
کوم یو؟
نن ددې حالت مسئول زه یم، ته یې او که کوم بل څوک؟
کور د وران شو او لاپسې ورانېږي!
بچي د ووژل شول او لا هم وژل کېږي؟
ستا بېرحمه قاتل پر تا هیڅ رحم نه کوي، زړه یې د کاڼي دی، نو ته لږ راویښ شه که نه، اوس خو به درته تور او سپین هم معلوم شوې وي . بیا نو څه ته ناست یې او دخپل مرګ او پنا کېدو ننداره کوی.
ستا غرور او لویي نن چېرې ده؟
ستا هغه چغه چې نړۍ به یې لړزوله ، نن ولې ستا د خولې څخه نه راوځي؟
ستا وروستۍ سلګۍ دي، د مرګ او ژوند تر منځ یې. زه یې کافر صحیح ، خو ته دخپل پایښت سوچ وکړه.
راویښ شه
پاڅه،
یو شه ،
او روان شه
ځان د نړۍ پر خلکو وپېژنه ، قاتل ته ووایه چې نور بس دی، د ظالم لاس غوڅ کړه، او په مینه یو انساني ټولنه جوړه کړه.
زه یو مظلوم ، ریښتنې او سپېڅلی شهید یم، او په مظلومیت ، ریښتنولې او سپېڅلي زړه اوس هم درته زارۍ کوم
چې
ستا وروستۍ سلګۍ دي!
ته مرې!
ته.......؟
راپاڅه که نه؟

No comments:

Post a Comment