Dr Najibullah

Dr Najibullah

Wednesday, October 1, 2008

A Poem in the tribute of Dr Najibullah



نجیب الله آرین
د زړونو پاچا
تل  به اوسې، تل دی اوسې په فکرو کې
ای نجیبه لا پاچا یې ته  په زړو کې
ای خوږ ژبیه، ای استازیه د سپرلیو
ګلان ستا لارو ته ګوري په باغو کې
انګیرنې او خبرې دی لا اوس هم
غبرګې وینو سره درومي په رګو کې
ستا د غږ پژواک لا مړ نه دی اتله
رارسیږي لا غوږو ته په وږمو کې
ای سرمسته ساقي بیا را پیښه وکړه
ټول رندان دي یادوي په میخانو کې
ډیر وګړي ستا په تمه چې به راشې
شپه او ورځ پسې ډوبیږي په غمو کې
ما مسجد او میخانه کې دی لیدلي
چې یې ستا نامه ده مالکه په قصو کې
ستا د صفت ګلونه ډیر دي، زه حیران یم
چې به کوم یو درته وستایم شعرو کې
چې «نجیب» راته څوک وايي ویاړنې شم
له غیرته هسې ډک شم، چې ځایږم نه جامو کې

No comments:

Post a Comment