نورالبشر نوید
لکه یخه یخه شپه کښی چې څوک ژاړي
د پامیر د سينې زخم زخم څړیکه
لکه درد د تاؤدو شګو ټکور غواړيد آمو سترگو کښی شګی شګی دید دی
لکه خپل ارمان په وینو کښی څوک نغاړي
داسې شور دی د لاشونو ګل خانه کښی
ګل په اور سوځي په خپله آستانه کښی
دسری ځمکی تناؤنه لری تښتي
د دی خاورې پالوان مرګ له روان دی
د اغیارو د بیعت نه انکاري دی
دغه سر خو د حسین د سر په شان دی
بیا تجدید د سقراط د سزا وشو
بیا منصور په وینو سور دی خو ګویان دی
زه غوڅیږم بیا به داسی زرغونیږم
زه د خپلی خاورې تخم یم ټوکیږم
د تیاری زامن به تور مخونه ګرځی
د دی شپی د سار خبره دی رښتیا کړه
خپل مقتل دی تماشه کړو د ښاغلو
دپښتون د وار خبره دی رښتیا کړه
ستا کابل ته به کوفه وایم شهیده
د حسین د لار خبره دی رښتیا کړه
ګل چی وینو کښی زرغون شی نو ګلریز شي
سر چی دار باندی جوټه وخوري سر تیز شي
زه هم هغه شان قاتل یم چی پښتون یم
ځان می وګوره د څټه اویزان دی
زه قابیل یمه هابیل په شا ګرځمه
قتل کړی می پخپله خپله ځان دی
محبت چی می بایللی په رقیب دی
پیغور شوی راته مینه کښی جانان دی
هم قاتل یم هم مقتول یم لیونی شوم
یوسفزی یم خو په برخه احمدزی شوم
No comments:
Post a Comment