د شهيدانو امير ته
ته د انسان جامه کې
لکه «بودا» يو څراغ
لکه «زردشت» يو رڼا
لکه الماس
لکه ياقوت
لکه یو لال په غره کې
يا خو د خړو اوبو
د يوه ډنډ په تل کې
لکه ګوهر
لکه ځلانده سره زر
***
يا د تور تم په زړه کې
چې هرې خوا
تياره٬ تياره خپره وي
لکه يو لمر
يا يوه ښکلی سپوږمۍ
***
يا د هجران په کور کې
چيرې چې خاندي بيلتون
او د يارانو ډله
چې وي بيل کړی کوم لاس
د همغږئ يوه خوږه سندره
***
يا پر زخمي٬ زخمي تن
د پرهارونو پر خوله
پر يو ناسور٬ ناسور ټپ
يوه پټۍ او ټکور
***
يا په يو وچ
خزان لوټلي
او په بې پاڼو بڼ کې
دسرو ګلابو
يا د نرګسو
يوه ښکلی غونچه
***
يا خو د يخ له ويرې
په کبرجن ژمي کې
د پښې لوڅي ماشوم
دتوديدو لپاره
لکه يو ګرمه غيږه
***
يا خو له ډيرو مودو
پر اور اخستي کلي
او
پرجل وهلو خلکو
د رحمتونو نازل شوی باران
***
يا د رندانو چم کې
پر وچو ستونو
خمار ځپلو
با مروته ساقي
***
يا د ساحل نه لری
په توپاني څپو کې
د راګير شوی بيړۍ
يو با ايمانه ماڼو
***
يا خو د کوم
د ناهيلئ پر بستر
پروت بې درمان رنځور ته
يوه دعا او شفا
نو:
زموږ درود او سلام
زموږ د ولس پر امام
زموږ پر پير او په مير
د لوړ پامير پر لوړ بام
چې وه دردونو ته غښتلی طبيب
د افغانيت کور کې منلی « نجيب »
No comments:
Post a Comment