ایمل پیروز
په مینه د وطن
ما قربان کړ ځان او تن
په مینه د وطن
په مینه د وطن
په وینو د خپل تن مې
دا سپیره ډاګونه رنګ کړل
چې بچو ته د دی خاورې
لاله زار کړم دا ګلشن
په مینه د وطن
ما قربان کړ ځان او تن
دا سپیره ډاګونه رنګ کړل
چې بچو ته د دی خاورې
لاله زار کړم دا ګلشن
په مینه د وطن
ما قربان کړ ځان او تن
چې له ژونده وه بهتره
ما کړه هغه لاره غوره
هغه لاره لا تر ننه
زما په وینو ده معطره
لار د مینې په وطن
ما کړه هغه لاره غوره
هغه لاره لا تر ننه
زما په وینو ده معطره
لار د مینې په وطن
لار د لوړو آرمانونو
لار د نوم لار د ننګونو
لار د خلکو او ویاړونو
لار د «سولې» او «امَن»په مینه د وطن
ما قربان کړ ځان او تن
لار د نوم لار د ننګونو
لار د خلکو او ویاړونو
لار د «سولې» او «امَن»په مینه د وطن
ما قربان کړ ځان او تن
ای زما د وطن خلکو
ای بی وزلو د پیړیو
ستاسي ښه سبا لپاره
چې تیار کړم دا چمن
په مینه د وطن
ما قربان کړ ځان او تن
ای بی وزلو د پیړیو
ستاسي ښه سبا لپاره
چې تیار کړم دا چمن
په مینه د وطن
ما قربان کړ ځان او تن
No comments:
Post a Comment