Dr Najibullah

Dr Najibullah

Wednesday, October 1, 2008

Dr Najibullah in struggle for peace



عثمان 
سنجش
د ډاکټر نجيب الله د سولې کوششونه   
د ستمبر ٢٦  کال ١٩٩٦ د ډاکټرنجيب الله د شهادت ورځ ده.  د ډاکټرنجيب الله  حکومت  اپرېل ٢٨  کال  ۱۹۹۲ کښې سقوط وکړو مګر مسلح مبارزه په افغانستان کښې قطع نۀ شوه. په افغانستان کښې قومي جنګونه پيل شول دغه قومي جنګونه په داخلې جنګونو  بدل شول . د ډاکټر نجيب الله تلين په داسې وخت کښې سمون خوري چې د جينوا د معاهدې شل کاله پوره شو. کوم چې د ډاکټر نجيب الله د ملي روغې جوړې د پروګرام په اساس   د اپرېل په  ١٤  کال  ١٩٨٨  کښې په  جېنېوا کښې د افغانستان او پاکستان ترمينځ   لاس ليک شوه.  د دې تړون اصلي موخه د افغانستان نه د شوروي اتحاد فوځيانو وتل  او  په بېن المللي سطحه  د دې تړون تضمين کوونکي  شوروي اتحاد او د امريکي هېوادونه وو اما د دې  معاهدو برخلاف  په پاکستان کښې د افغان حکومت مخالفينو  د افغانستان د فوځي اشغال،  په فکر کښې شول او په خپل فوځي عملياتوکښې ئې تندوالے راوستو   دا دى اوس د دې معاهدې شل کاله پوره شول، د شوروي قواوي په افغانستان کښې وجود نۀ لري  مګر بيا هم د افغانانو  په هېواد کښې ورځ  په ورځ حالات مخ  په خرابېدو دي او  زمونږ خلق د ترهه ګرۍ په نامه وژل کيږي دغه جګړه په خاصه توګه د پښتنو په سيمو کښې په مخ بيول کيږي او زمونږ پښتانۀ  وروڼه ورسره لاس او ګرېوان دي او د هرې ورځي په تېرېدو سره خطرناک موړ ته داخليږي.  ملګري ملتونه وائي په افغانستان کښې د اولسي وګړو مرګ ژوبله دوه چنده زياته شوې ده، د دغې ټولنې د مشر بان کي مون يو مرستيال جان هومز وائي د روان عيسوي کال د پيل راهسې نژدې٧ سوه ملکي کسان وژل شوي چې د تېرکال په نسبت دوه چنده ده.  د افغانستان  خلقو فکرکاوۀ  چی د شوروی اتحاد د قطعاتو له ستنيدلو وروستو  چې افغان  مخالفينو جنګ ته  د دوام ورکولو يواځينی عامل ګاڼۀ  په سيمه کښې به  د ثبات او امنيت  عامل  وګرځي، وسله والې نښتې به بندې شي،  د خلقو دا سوچ سم او په ځائے  وۀ ځکه  چی د جينېوا د تړون په اساس د شوروي لښکر ووتل د جنګ د تامين کېدو لپاره نور هيڅ دليل  پاتي نۀ  شو.  ډاکتر نجيب الله د شوروي قواو د وتلو نه وروستو په هېواد کښې د صلحې د تامين کېدو په خاطر  خپلو هېوادوالو ته داسې  وړانديز وکړو.   راځی يو ځل بيا هغوی څخه چی په افغانستان کښی ئی د شوروی قواؤ موجوديت د جنګ علت شميرۀ، پوښتنه وکړو چې کۀ چری د شوروی قطعاتوموجوديت له دولت سره د تاسو د توافق او د جګړی د بندېدلو خنډ ؤ، نو اوس د څۀ لپاره تاسو د وطن او خلقو په ضد جنګېږئ.  نور نو ولی د افغانانو زامن  د افغانانو په لاس چی په حقيقت کښی سره وروڼه دی ووژل شی او له منځه لاړ شی.  ولی د افغان لاس د بل افغان په وينو سور وی او افغان کور د افغان په لاس وران شي ،  ولې بدبختانه  د هغه وخت  مخالفو  تنظيمونو د افغانستان د وخت د صلحې پروګرام ته په ګولۍ ځواب ورکړو کۀ چرې  دوي د هغه وخت د سولې پروګرام ته مثبت ځواب ورکړے  وې نو اوس به په افغانستان کښې موجوده بحران په دې شکل نۀ وې.  اداري تشکيل  به په خپل حال باقي پاتي وې.  د افغانستان خلق به د  اوسني کړکېچ   سره  چې نۀ يواځې افغان حکومت، لر او بر افغانان  بلکې د حکومت بهرني  دوستان، ناتو، ايساف اوګاونډي  هېوادونه  هم ورسره لاس او ګرېوان  دي  موجود نۀ  واي.  دا ځکه چې په افغانستان کښې روان سياسي او نظامي کړکېچن  حالات  هره ورځ  د بې ګناه افغانانو د مرګ او ژوبلې  باعث ګرځي.  دغه لړۍ په ټول افغانستان کښې بالخصوص د افغانستان  په جنوب او جنوب لوېديزو برخو کښې مخ په زياتېدو دى.  د جګړو په وجه سره زمونږ بې ګناه خلق وژل کېږي، دولتي ادارې  کمزورې کېږي او خلق د تعليم نه محرومېږي او نوي مهاجرتونوته مجبورېږي.
 د موجوده حالاتو په تناظر کښې  د دې ضرورت محسوسېږي  چې نۀ يواځي په  افغانستان کښې بلکې په سيمه کښې د ورور وژني د مخ نيوى  په خاطر  د ملي يووالي او ملي روغې جوړې سياست ته وده ورکړې  شي لکه څنګه چې   ډاکټر نجيب الله  د خپل هېواد د جنګ او ورور وژنې د مخنيوي په خاطر  د قدرت نه لاس واخست او په افغانستان کښې ئې د ملي روغې جوړې سياست ته د صلحې دپاره  لاره هواره کړه.  ډاکټر نجيب الله په خپلو کړنو کښې د جرګو ستره دوديزه حقوقي لاره پرانستله او د جرګې مرکې له لارې ئې د خپل اولس زړونه او فکرونه ځان ته را واړول او د ملي روغې جوړې بهير ئې پېل کړو. دغه کار د باچا خان د عدم تشدد د فلسفې سره بشپړ سمون لرلو  باچا خان د ځان لپاره څۀ نۀ غوښتل، هغۀ چې هرڅۀ کول د پښتون  قام لپاره ئې کول، هغۀ غوښتل چې پښتانۀ يو شي او ځان وپيژني.  د ډاکټر نجيب الله کردار د خپلو هېوادوالو دپاره  د افغاني ټولنې اخلاقي او حقوقي ارزښتونو  سره برابر وې.  کۀ چرې د افغانستان  ملي معيارونو  ته نظر واچول شي  په دې نتيجه رسيږو چې ډاکټر نجيب الله د ملي معيارونو په انډول کښې برابر شخصيت وۀ او د خپل اولس په کچ ئې برابر سياستونه وړاندې کړي. د شهيد ډاکټر نجيب الله له خوا د ملي صلحې پروګرام او د ملګرو ملتونو سره په مفاهمه کښې په قانوني توګه د واک سپارل د انساني حقونو د نړيوالې اعلاميې په رڼا کښې د اولس د وګړو د حقوقو د خوندي کولو په لور خوځښت او د ترقۍ او عدالت سره بشپړ سمون لرۀ. ترڅو په هېواد کښې صلح رامينځ ته شي او جنګ له مينځه لاړ شي  دغه کوششونه چې اوس  د افغانستان د موجوده حکومت او دخيلو هېوادونو  له خوا په سيمه  کښې د صلحې د تامين په خاطر د ملي روغې جوړي او د امن د جرګي په نوم تر سره کيږي  ډاکټرنجيب الله په خپل وخت کښې په عملې ډول  ترسره کړي  ګرچې  په افغانستان  کښې بنسټيزې تبديلۍ  تر سره شوي دي کوم چې  مثبت اړخونه لري  خو د دې بدلونونو د بهير د لا ښۀ کېدو په خاطر لازمه ده  چې د دې بهير لارښونه او پالنه  د افغانستان  په  دولتی اداره  کښې  د خپلواکو، ملی، پاک لمنو  او پياوړيو سياسی ځواکونو له خوا تر سره شي ترڅو د حکومت مخالفينو سره د ملي روغى جوړي   لاره هواره شي او په هېواد کښې صلح رامينځ ته شي  . افغانان بايد په دې پوه شي چې  ځيني  هيوادونه  غواړي  د خپل غرضي سياست په دوام سره  پښتانۀ  د خپلو ټولو تاريخي او کلتوري مسائلو څخه لرې کړي.  پښتون قوم دپاره  ډېره ضروري ده   چې په دې خبره ښۀ پوه شي او د نورو د ګټو  دپاره قربان نۀ شي . د افغانانو دښمنان نيت لري افغانانو چې په ټول عمرکښې ئي  د شهامت او دلاورۍ صفات لرل په ټولنه کښې بدنام او د تل لپاره ئي په خپلو کښې په جنګ او جګړو کښې ډوب وساتي .  ترڅو د دوي سياسي او اقتصادي ګټې د پېړيو پېړيو  په اوږدو کښې د بشپړې ناکامۍ سره مخامخ  شي،  کۀ خدائے  ناخواسته دښمنان په دې کار کښې بريالي شي  نو په  هغه صورت کښې به پښتون  اولس د خپل ژوند د بقا لپاره ډېرو ستونزو سره مخامخ شي.  دا هغه سوالونه دي چې پښتون قوم بايد په دې  پوه شي .



No comments:

Post a Comment