Dr Najibullah

Dr Najibullah

Monday, September 27, 2010

نجیب الله آرین

د تاریخ سره پاڼه
کلونه تېر شول د تاریخ پاڼه لا سره پاتي ده
افسوس شهیده په مزار دې ډیوه مړه پاتي ده
قیصه لا ختمه نه ده،مشره که لاړې نو څه
د روغې جوړې چې لا،ستا مفکوره پاتي ده
ولي به ستا پرتم  ته، په سلام نه یو مدام
چې شهیدانو کې دی، جګه  شمله پاتي ده
چې مېړنې لکه ته،په وطن پاتې نه شو
د آزادۍ ناوې لا، ځکه خفه پاتي ده
هیرې به نه کړو، نه هیریږي د نجیب وینې
غلیمه تاسره مو، لا معامله پاتې دی

 
  آرینه مه شه  بې زړه، که یوه شمعه مړه شوه؟
د قربانۍ ډګر ته، چې قافله پاتې ده

ایمل پیروز


ایمل پیروز
 په مینه د وطن
ما قربان کړ ځان او تن
په مینه د وطن
په وینو د خپل تن مې
دا سپیره ډاګونه رنګ کړل
چې بچو ته د دی خاورې
لاله زار کړم دا ګلشن
په مینه د وطن
ما قربان کړ ځان او تن
چې له ژونده وه بهتره
ما کړه هغه لاره غوره
هغه لاره لا تر ننه
زما
په  وینو ده معطره
لار د مینې په وطن
لار د لوړو آرمانونو
لار د نوم لار د ننګونو
لار  د خلکو او ویاړونو

لار د «سولې» او «ا
مَن»په مینه د وطن
ما قربان کړ ځان او تن
ای زما د وطن خلکو
ای بی وزلو د پیړیو
ستاسي ښه سبا لپاره
چې تیار
کړم دا چمن
په مینه د وطن
ما قربان کړ ځان او تن

شعر: بي .الف .لمر له کابله

اتل د پرګنو                                              
ته سرتيرې د هيواد وی ای اتل د زمانو
ته يو ستورې د سبا وې په کوګل د تورو شپو
ډير خو لاړل ډير به راشي ستا په ليکه په دې لاره
ته سردار  د همه واړو ای لارښود د ميړنو
ستا ميړانه اوس ياديږي په هر کور کلي او قام کې
ته د سولې لوي اتل وې ته خو خوښ وې په جرګو
د وطن په نوم چې وختلې ته د دار  رسۍ ته 
د کفن سره پوره دې کړه  وعده د ميړنو
ستا په لاره به قدم ږدي د وطن هر يو بچې
دکفن ،کفن شعار به يادوي په ترانو
اوس اغيار هم قايل شوې ستا غيرت او لوړ همت ته
چپه خوله باندې اقرار دي اوس د وخت په تيريدو
وړاندويني د اوس هر چاته ښکاريږي اينه کې
افغان ګير د غم په جال کې لاره نشته د وتو
روغه جوړه دي ارمان وه د افغان عزت دې خپل و
ای شهيده! ای نجيبه! اي اتل د پرګنو

مظلوم شهید

احمد سیر کاکړ

مظلوم شهید

اې افغانه ، اې غافله قومه، اې ساده قومه
...ما درته نه وو ویلي؟ چې دوي راځي او راغلل!
ما درته نه وو ویلي؟ چې ستا هیواد به تجزیه کېږې، او همداسې وشو!
ما درته نه وو ویلي؟ چې اسلام بل څه وايي او ته بل څه کوی؟
ما درته نه وو ویلي؟ چې راشه ، کینه، جرګه شه، پخلا شه، یوشه، خو تا چیرې منل؟
تا خو زما په مرګ ځان غازي بللو
تاخو دملت مال ځان ته غنیمت ګڼلو
او نن ستا بچي ، په کوم حالت کې دي؟
ډوډی لري.......؟
کتاب لري.......؟
او که غرور....؟
کوم یو؟
نن ددې حالت مسئول زه یم، ته یې او که کوم بل څوک؟
کور د وران شو او لاپسې ورانېږي!
بچي د ووژل شول او لا هم وژل کېږي؟
ستا بېرحمه قاتل پر تا هیڅ رحم نه کوي، زړه یې د کاڼي دی، نو ته لږ راویښ شه که نه، اوس خو به درته تور او سپین هم معلوم شوې وي . بیا نو څه ته ناست یې او دخپل مرګ او پنا کېدو ننداره کوی.
ستا غرور او لویي نن چېرې ده؟
ستا هغه چغه چې نړۍ به یې لړزوله ، نن ولې ستا د خولې څخه نه راوځي؟
ستا وروستۍ سلګۍ دي، د مرګ او ژوند تر منځ یې. زه یې کافر صحیح ، خو ته دخپل پایښت سوچ وکړه.
راویښ شه
پاڅه،
یو شه ،
او روان شه
ځان د نړۍ پر خلکو وپېژنه ، قاتل ته ووایه چې نور بس دی، د ظالم لاس غوڅ کړه، او په مینه یو انساني ټولنه جوړه کړه.
زه یو مظلوم ، ریښتنې او سپېڅلی شهید یم، او په مظلومیت ، ریښتنولې او سپېڅلي زړه اوس هم درته زارۍ کوم
چې
ستا وروستۍ سلګۍ دي!
ته مرې!
ته.......؟
راپاڅه که نه؟

یام محترمه دکتور فتانه نجیب الله، بمناسبتِ چهاردهمین سالروز شهادت دکتور نجیب الله

دوستان و هموطنان گرامی
چهاردهمین سالروز شهادت پر افتخار دکتور نجیب الله را –  که برای تأمین منافع مردم افغانستان تا آخرین حد رزم و جانبازی منصورگونه رزمید –  به همه دوستداران و طرفداران شهید نجیب الله و مردم حق شناس افغانستان تسلّیت می گویم. ـ
اندوه بزرگ عدم حضور فزیکی ایشان برای همه درد آور است و من بمثابۀ همسرشان درد جانکاهِ نبودِ ایشان را طی هر لحظۀ زمان سپری شده با خود داشته ام. ولی دو اصل بسیار بزرگ ذیل دایماً نه تنها در تحمل، صبر و داشتن پایداری ما را رهنمون گردیده بلکه باعث سرافرازی و مباهات ما بوده است. ـ
ــ   همه مخلوقات فنا پذیر اند، ولی شهادت با نام و حرمت همگانی برای وطن نصیب بعضی ها میگردد.ـ
ــ   شهادت والای ایشان که تصدیق دایمی بر شخصیت بلند و سیاست بزرگ شان به جا گذاشت، باعث مباهات من و همه دوستداران و هموطنان طرفدار صلح، ترقی و عدالت اجتماعی گردیده است.ـ
شهید دکتور نجیب الله به مثابۀ طراح و رهبر تطبیق سیاست مصالحۀ ملی از دایرۀ محدودِ منافع یک بخش جامعه به دیدگاهها و اندیشه های ملی –  که منافع همه مردم در آن تبارز یافت – ترجیح داد و غرض تطبیق و تکمیل آن اندیشه، صادقانه عمل کرد. به همین منظور همه افغانها را غرض اتخاذ چنین موضعگیری دعوت می نمود و یک بیتِ از اشعار خوشحال خان بابا را تکرار می نمود: ـ
څو دی توان رسي په لوي دریاب کې ګرځهپه ویالې کې دی زوال وینم نهنګه
زمان سپری شده حقایق بسیاری از پیش داوری های شهید دکتور نجیب الله را به اثبات رسانید. اکنون نیز که مسائل جدید بسیار حاد و بغرنج در برابر افغانها بخصوص روشنفکران وطندوست افغان قرار دارد، نظریات و اندیشه های ملی ایشان یگانه الترناتیف غلبه بر افتراق و تشتت موجود می باشد.
من درین روز شهادت پر افتخارِ آن شهید والا مقام، به حکم منافع ملی مردم افغانستان به شما یگانه پیام دارم که از نظریات، مواضع و محدود اندیشی -  که هیچگاه و به خصوص در زمان سریع کنونی حوادث نمی تواند التیام زخمها و دردهای همه مردم باشد -  به وسعت نگری، همسویی ملی، ایجاد تفاهمات سالم ملی و جمعی ارجحیت بدهید. ـ
برای شهید دکتور نجیب الله، شهید احمدزی و همه شهدای وطن عزیز ما از خداوند (ج) استدعا می نمایم که ارواحِ پاک ایشان را شاد داشته باشند و آرمانهای والای تأمین صلح، وفاق ملی و اعتلای همگانی را تأمین نماید. ـ
امین یا رب العالمین
فتانه نجیب الله
هیله نجیب الله – اونۍ نجیب الله – مسکا نجیب الله

دشهيد ډاكټرنجيب الله دشهادت دڅوارلسمې كاليزې په مناسبت



چې ژوندي وم تاسي ويشتې وم په كاڼو
اوس مې څه له ښكلوى دقبركاڼي

...هو: څومره ښه ويلي شاعر او څومره غوره وينا ده او څه ښكلې او روڼ حقيقت دى او د تورو فكرونو يوه روښانه هنداره ده، د ۱۹۹۶ كال دسپتمبر د مياشتې په شپږويشتمه نيټه د افغانستان د كورنيو او بهرنيو دښمنانوله خوا د افغانستان پخواني جمهور ريس ډاكټرنجيب الله په شهادت ورسيد، چې ددغه ستر سياسي او معنوي شخصيت وژنه زموږ هيواد او هيوادوالو ته د بدمرغۍ يو نوي پړاوپرانيسته هغه دا چې افغانانو يو ملي مشر، يوپوه لارښود، او وطنپال سياستپوه له لاسه وركړ، او د افغانانو تر ټوله ستره بدمرغي داده چې نن په خپل هيواد كې يو داسي مشرنه لري چې ټول افغانان پري راټول شي، دا يو تريخ حقيقت دي څوك يې مني او كه نه؟
د شهيدډاكټرنجيب الله دشهادت ورځ هركال دنړۍ په هر ګوډكې دافغانانو له خوا لمانځل كيږي او د لمانځني ليوال يې هركال زياتيږي، خو پوښتنه دا ده چې پدي وروستيو د ډاكټرنجيب الله دشهادت په كاليزوكې داسي خلك لېدل كيږي چې د همدغې ډاكټر نجيب الله په راپرځولوكې يې لوى لاس درلود، او نن دهغه په مرګ غمجن دى او ژاړي،داسې څرګندو او مكارو قاتلينو ته سړى څه ووايي چې هم يې وژني او هم يي پر قبر د ګلونو ګيډى ږدي او اوښكي تويوې.
خو زموږ درديدلي ولس بايد پدي پوه شي چي داهغه خلك دي چې دوطن په ړنګيدو د ډاكټرنجيب الله دحكومت په راپرځيدو، او د نړيوالي ټولني دسولې دپلان په شنډيدوكې دافغانستان له دښمنان سره ډيره مرسته كړې، او د دوى يواځينۍ هيله داوه چي په راتلونكي حكومت كې به ورته يولوړمقام وركړي،خوله نيكه مرغه د دوى دغه هيله د خاورو سره خاوري شوه د نوي مقام په ځاى يې د تاريخ په پاڼوكې دطن او خلكوسره دخيانت ترعنوان لاندي په توره كرښه نومونه وليكل شول،په هيواد او په خپل كوركې هم د ژوند حلقه پري راتنګه شوه، او ديته اړشول چي دغربي اروپا هيوادونو او دامريكامتحده ايالاتو ته كډه وكړي، مقام هير شو وطن هير شو،د امپرياليزم پر ضدشعارونه هيرشول، د هماغه امپرياليزم خيرات (سوسيال معاش) ته كېناستل او خوښ شوچې له وطن څخه ژوندي راوتښتيدل، او د خپلو بچيانو راتلونكي يې جوړه كړه خو د وطن او ولس راتلونكي يې دخاوروسره خاوري كړ.
نن يوځل بياهغه اشخاص هڅه كوي ترڅو يوځل بياد دي ويجاړهيواد دسياست په ډګركې ځان په بل ډول څرګندكړي د خلكوسترګو ته خاوري وشيندي او د ډاكټرنجيب الله د مزار خاورو ته درناوي كوي او د هغه د انځورنو لاندي ځان نوي مقام ته ورسوي .
داسي وايې كله چې منصورپه دار وځړيد،خوريې دخلكوله منځه ورمنډه كړه او پښوته يې كيناسته، قاضيانو پري غږ وكړچې ولى دي د مخ حجاب نشته او د نارينو په منځ كې ولاړه يې؟ هغي ځواب وركړچې كومه دي نارينه دلته خو يونارينه دي چې په دارځړيږي زه خوبل نارينه نه وينم.
- د افسانوي،او حقيقي اتلانو توپير به دتاريخ قِضاوت ته پريږدو.
دشهيد ډاكټرنجيب الله د صادقو پېروانو د بري په هيله

نفاق

نسيم له ګله چې بوراشړلو
رقيب له كلي نه آشناشړلو
په غبرګوسترګوتوري شپي راكتل
پتنګ له شمعي چې مااوتاشړلو
دماښام زلفي چې په لمرخوريدي
زموږ له ورځي يې سباشړلو
ساقي جامونه په تندي ماتول
مېخوار له مېيو چې ملاشړلو
شيخ خودحوروپه تصويرغوليده
ځكه اسديې له ليلا شړلو

اسدالله (ميوند)
مسكو د سپتمبردمياشتي شپږويشتمه
۲۰۱۰
http://www.payamewatan.com/

See more