Dr Najibullah

Dr Najibullah

Wednesday, October 1, 2008

A Poem in the tribute of Dr Najibullah



نجیب الله آرین
د زړونو پاچا
تل  به اوسې، تل دی اوسې په فکرو کې
ای نجیبه لا پاچا یې ته  په زړو کې
ای خوږ ژبیه، ای استازیه د سپرلیو
ګلان ستا لارو ته ګوري په باغو کې
انګیرنې او خبرې دی لا اوس هم
غبرګې وینو سره درومي په رګو کې
ستا د غږ پژواک لا مړ نه دی اتله
رارسیږي لا غوږو ته په وږمو کې
ای سرمسته ساقي بیا را پیښه وکړه
ټول رندان دي یادوي په میخانو کې
ډیر وګړي ستا په تمه چې به راشې
شپه او ورځ پسې ډوبیږي په غمو کې
ما مسجد او میخانه کې دی لیدلي
چې یې ستا نامه ده مالکه په قصو کې
ستا د صفت ګلونه ډیر دي، زه حیران یم
چې به کوم یو درته وستایم شعرو کې
چې «نجیب» راته څوک وايي ویاړنې شم
له غیرته هسې ډک شم، چې ځایږم نه جامو کې

Dr Najibullah in struggle for peace



عثمان 
سنجش
د ډاکټر نجيب الله د سولې کوششونه   
د ستمبر ٢٦  کال ١٩٩٦ د ډاکټرنجيب الله د شهادت ورځ ده.  د ډاکټرنجيب الله  حکومت  اپرېل ٢٨  کال  ۱۹۹۲ کښې سقوط وکړو مګر مسلح مبارزه په افغانستان کښې قطع نۀ شوه. په افغانستان کښې قومي جنګونه پيل شول دغه قومي جنګونه په داخلې جنګونو  بدل شول . د ډاکټر نجيب الله تلين په داسې وخت کښې سمون خوري چې د جينوا د معاهدې شل کاله پوره شو. کوم چې د ډاکټر نجيب الله د ملي روغې جوړې د پروګرام په اساس   د اپرېل په  ١٤  کال  ١٩٨٨  کښې په  جېنېوا کښې د افغانستان او پاکستان ترمينځ   لاس ليک شوه.  د دې تړون اصلي موخه د افغانستان نه د شوروي اتحاد فوځيانو وتل  او  په بېن المللي سطحه  د دې تړون تضمين کوونکي  شوروي اتحاد او د امريکي هېوادونه وو اما د دې  معاهدو برخلاف  په پاکستان کښې د افغان حکومت مخالفينو  د افغانستان د فوځي اشغال،  په فکر کښې شول او په خپل فوځي عملياتوکښې ئې تندوالے راوستو   دا دى اوس د دې معاهدې شل کاله پوره شول، د شوروي قواوي په افغانستان کښې وجود نۀ لري  مګر بيا هم د افغانانو  په هېواد کښې ورځ  په ورځ حالات مخ  په خرابېدو دي او  زمونږ خلق د ترهه ګرۍ په نامه وژل کيږي دغه جګړه په خاصه توګه د پښتنو په سيمو کښې په مخ بيول کيږي او زمونږ پښتانۀ  وروڼه ورسره لاس او ګرېوان دي او د هرې ورځي په تېرېدو سره خطرناک موړ ته داخليږي.  ملګري ملتونه وائي په افغانستان کښې د اولسي وګړو مرګ ژوبله دوه چنده زياته شوې ده، د دغې ټولنې د مشر بان کي مون يو مرستيال جان هومز وائي د روان عيسوي کال د پيل راهسې نژدې٧ سوه ملکي کسان وژل شوي چې د تېرکال په نسبت دوه چنده ده.  د افغانستان  خلقو فکرکاوۀ  چی د شوروی اتحاد د قطعاتو له ستنيدلو وروستو  چې افغان  مخالفينو جنګ ته  د دوام ورکولو يواځينی عامل ګاڼۀ  په سيمه کښې به  د ثبات او امنيت  عامل  وګرځي، وسله والې نښتې به بندې شي،  د خلقو دا سوچ سم او په ځائے  وۀ ځکه  چی د جينېوا د تړون په اساس د شوروي لښکر ووتل د جنګ د تامين کېدو لپاره نور هيڅ دليل  پاتي نۀ  شو.  ډاکتر نجيب الله د شوروي قواو د وتلو نه وروستو په هېواد کښې د صلحې د تامين کېدو په خاطر  خپلو هېوادوالو ته داسې  وړانديز وکړو.   راځی يو ځل بيا هغوی څخه چی په افغانستان کښی ئی د شوروی قواؤ موجوديت د جنګ علت شميرۀ، پوښتنه وکړو چې کۀ چری د شوروی قطعاتوموجوديت له دولت سره د تاسو د توافق او د جګړی د بندېدلو خنډ ؤ، نو اوس د څۀ لپاره تاسو د وطن او خلقو په ضد جنګېږئ.  نور نو ولی د افغانانو زامن  د افغانانو په لاس چی په حقيقت کښی سره وروڼه دی ووژل شی او له منځه لاړ شی.  ولی د افغان لاس د بل افغان په وينو سور وی او افغان کور د افغان په لاس وران شي ،  ولې بدبختانه  د هغه وخت  مخالفو  تنظيمونو د افغانستان د وخت د صلحې پروګرام ته په ګولۍ ځواب ورکړو کۀ چرې  دوي د هغه وخت د سولې پروګرام ته مثبت ځواب ورکړے  وې نو اوس به په افغانستان کښې موجوده بحران په دې شکل نۀ وې.  اداري تشکيل  به په خپل حال باقي پاتي وې.  د افغانستان خلق به د  اوسني کړکېچ   سره  چې نۀ يواځې افغان حکومت، لر او بر افغانان  بلکې د حکومت بهرني  دوستان، ناتو، ايساف اوګاونډي  هېوادونه  هم ورسره لاس او ګرېوان  دي  موجود نۀ  واي.  دا ځکه چې په افغانستان کښې روان سياسي او نظامي کړکېچن  حالات  هره ورځ  د بې ګناه افغانانو د مرګ او ژوبلې  باعث ګرځي.  دغه لړۍ په ټول افغانستان کښې بالخصوص د افغانستان  په جنوب او جنوب لوېديزو برخو کښې مخ په زياتېدو دى.  د جګړو په وجه سره زمونږ بې ګناه خلق وژل کېږي، دولتي ادارې  کمزورې کېږي او خلق د تعليم نه محرومېږي او نوي مهاجرتونوته مجبورېږي.
 د موجوده حالاتو په تناظر کښې  د دې ضرورت محسوسېږي  چې نۀ يواځي په  افغانستان کښې بلکې په سيمه کښې د ورور وژني د مخ نيوى  په خاطر  د ملي يووالي او ملي روغې جوړې سياست ته وده ورکړې  شي لکه څنګه چې   ډاکټر نجيب الله  د خپل هېواد د جنګ او ورور وژنې د مخنيوي په خاطر  د قدرت نه لاس واخست او په افغانستان کښې ئې د ملي روغې جوړې سياست ته د صلحې دپاره  لاره هواره کړه.  ډاکټر نجيب الله په خپلو کړنو کښې د جرګو ستره دوديزه حقوقي لاره پرانستله او د جرګې مرکې له لارې ئې د خپل اولس زړونه او فکرونه ځان ته را واړول او د ملي روغې جوړې بهير ئې پېل کړو. دغه کار د باچا خان د عدم تشدد د فلسفې سره بشپړ سمون لرلو  باچا خان د ځان لپاره څۀ نۀ غوښتل، هغۀ چې هرڅۀ کول د پښتون  قام لپاره ئې کول، هغۀ غوښتل چې پښتانۀ يو شي او ځان وپيژني.  د ډاکټر نجيب الله کردار د خپلو هېوادوالو دپاره  د افغاني ټولنې اخلاقي او حقوقي ارزښتونو  سره برابر وې.  کۀ چرې د افغانستان  ملي معيارونو  ته نظر واچول شي  په دې نتيجه رسيږو چې ډاکټر نجيب الله د ملي معيارونو په انډول کښې برابر شخصيت وۀ او د خپل اولس په کچ ئې برابر سياستونه وړاندې کړي. د شهيد ډاکټر نجيب الله له خوا د ملي صلحې پروګرام او د ملګرو ملتونو سره په مفاهمه کښې په قانوني توګه د واک سپارل د انساني حقونو د نړيوالې اعلاميې په رڼا کښې د اولس د وګړو د حقوقو د خوندي کولو په لور خوځښت او د ترقۍ او عدالت سره بشپړ سمون لرۀ. ترڅو په هېواد کښې صلح رامينځ ته شي او جنګ له مينځه لاړ شي  دغه کوششونه چې اوس  د افغانستان د موجوده حکومت او دخيلو هېوادونو  له خوا په سيمه  کښې د صلحې د تامين په خاطر د ملي روغې جوړي او د امن د جرګي په نوم تر سره کيږي  ډاکټرنجيب الله په خپل وخت کښې په عملې ډول  ترسره کړي  ګرچې  په افغانستان  کښې بنسټيزې تبديلۍ  تر سره شوي دي کوم چې  مثبت اړخونه لري  خو د دې بدلونونو د بهير د لا ښۀ کېدو په خاطر لازمه ده  چې د دې بهير لارښونه او پالنه  د افغانستان  په  دولتی اداره  کښې  د خپلواکو، ملی، پاک لمنو  او پياوړيو سياسی ځواکونو له خوا تر سره شي ترڅو د حکومت مخالفينو سره د ملي روغى جوړي   لاره هواره شي او په هېواد کښې صلح رامينځ ته شي  . افغانان بايد په دې پوه شي چې  ځيني  هيوادونه  غواړي  د خپل غرضي سياست په دوام سره  پښتانۀ  د خپلو ټولو تاريخي او کلتوري مسائلو څخه لرې کړي.  پښتون قوم دپاره  ډېره ضروري ده   چې په دې خبره ښۀ پوه شي او د نورو د ګټو  دپاره قربان نۀ شي . د افغانانو دښمنان نيت لري افغانانو چې په ټول عمرکښې ئي  د شهامت او دلاورۍ صفات لرل په ټولنه کښې بدنام او د تل لپاره ئي په خپلو کښې په جنګ او جګړو کښې ډوب وساتي .  ترڅو د دوي سياسي او اقتصادي ګټې د پېړيو پېړيو  په اوږدو کښې د بشپړې ناکامۍ سره مخامخ  شي،  کۀ خدائے  ناخواسته دښمنان په دې کار کښې بريالي شي  نو په  هغه صورت کښې به پښتون  اولس د خپل ژوند د بقا لپاره ډېرو ستونزو سره مخامخ شي.  دا هغه سوالونه دي چې پښتون قوم بايد په دې  پوه شي .



Dr Najibullah's biograpgy

د شهید ډاکتر نجیب الله لنډه پیژندگلوئ

     محترم نجیب الله د اختر محمد زوی د ١٣٢٥ کال د اسد د میاشتې په ١٥ نیټه د کابل په «مراد خانیو» کې په یوی مسلمان دینداری پښتنې کورنۍ کې زیریدلی دی  او په ١٣٣١ کال کی یی خپله لومړنۍ زده کړه د کابل د ده افغانانو په ابتدایي ښوونځی کې پیل او په ١٣٤٢ کال یې د کابل د «حبیبیی» لیسی څخه په اعلی درجه بکوریا لاس ته راوړه.

     په ١٣٤٤ کال کې د کابل پوهنتون په «M.P.C.B» کورس کې شامل شو، د دغه کورس په بری سره تر بشپړیدو وروسته په پوهنځی کې شامل شو.

     په ١٣٤٤ کال کې کله چی لا د «M.P.C.B» د کورس محصل ؤو، عملي سیاست ته یې ودانگل.  د همدغه کال په بهیر کې ؤ چې د همدی کورس د دری سؤو څخه زیاتو زده کوؤنکو هغه د حکومت سره د خبرو لپاره د هغه کړکیچ په هکله چی د عقرب د میاشتې د دریمې ورځې په پایله کې پیدا شوی ؤو، د کاندیدولونه وروسته وټاکه.  په دغه وخت کې نجیب الله لا د هیڅ یوه سیاسی بهیر غړی نه وو.  وروسته بیا هغه د ١٣٤٤ کال د جدي په میاشت کې د افغانستان د خلک د دموکراتیک گوند غړیتوب تر لاسه کړ.

     د خپل گوند په نمایندگئ یې په مظاهرو، غونډو او میټنگونو کې فعاله ونډه اخیسته او د دغه دوران د پښتو او دري ژبو یو پیاوړی او سر ایستلی ویاند ؤ.  په پښتو او دري ژبو یې روانی خبری کولی او په انگلیسی او اردو ژبو هم پوهیده.  د پوهنتون په ټول تحصلي ژوند کې د داکتر نجیب الله له نوم سره ځوانان آشنا ؤ او مینه یی ورسره لرله.

     له یو شمیر نورو محصلینو سره یې د ١٣٤٨ کال په اوله نیمایي کې په سیاست کې د فعالې برخې اخییستنې له امله څلور میاشتې بندي شو.  ١٣٤٨ کال د افغانستان په تاریخ کې د مظاهرو او اعتصابونو د کال په نوم شهرت لري.

     یو ځل بیا محترم نجیب الله له یو شمیر نورو محصلینو سره د ١٣٤٩ کال د جدي په میاشت کې له دی امله پوره ٩ میاشتې بندي شو چې د کابل د ښاریانو له خوا د امریکا د جمهور رئیس ریچارد نکسن د معاون سپیرو اگنیو په موټر چې د افغانستان د حکومت میلمه ؤو د خوسا هگیو گزارونه وشول او د هغه مخې ته د امریکی بیرغ وسؤځول شو.

      دوه ځله بندي کیدلو هغه د نورمال تحصلي بهیر څخه درې کاله شاته وغورځاوه. 

    په ١٣٥٤ کې  د کابل پوهنتون د طب له پوهنځي نه فارغ شو او ورپسې یې د قرغی د احتیاطو د ضابطانو په غنډ کې  ٦ میاشتې د عسکري خدمت سر ته رسولی دی.

    د ١٣٥٦ کال د اسد په میاشت کې یې د افغانستان د خلک د دموکراتیک گوند د مرکزی کمیټی غړیتوب تر لاسه کړ او د کابل ښار د ښاري گوندي کمیټی مشر وټاکل شو. 

    په ١٣٥٣ کال کې یې واده کری او دری لونی د هیلی، اونۍ او مسکا په نومونو لري.  هغه د ١٣٥٧ کال د ثور د میاشتې له بدلون نه وروسته، په داسې حال کې چې د کابل ښار د گوندي کمیټی منشی ؤ،  د کابل ولایت دولتی کمیټی مسئولیت یې هم په غاړه درلود.  له رژیم سره د سیاسی اختلاف په وجه د ١٣٥٧ کال د سرطان په میاشت کې په ایران کې د افغانستان د دموکراتیک جمهوریت د لوی سفیر په حیث وگمارل شو او وروسته بیا د همدغه کال د میزان د میاشتې په نیمایي کې له رژیم سره د سیاسي اختلاف د ژوروالي له امله د سفارت له وظیفی څخه گوښه کړی شو.  د همدې اختلاف له مخی اول (یوگوسلاویی) بیا (فرانسې) او بیا بیرته (یوگوسلاویی) ته ولاړ.  شهیدنجیب اله د ١٣٥٨ کال د جدي د میاشتې په ٢١ مه نیټه بیرته خپل وطن ته راستون شو او د دولتی خدمتونو د اطلاعاتو د رئیس په توگه وټاکل شو او د دی تر څنگ یې د قبائیلي چارو د سمون د کمیسیون مسئولیت هم په غاړه درلود.

    د ١٣٦٠ کال د اسد په میاشت کې یې د گوند د مرکزي کمیټی په یوه پراخه غونډه کې د ا.خ. د. گ. د سیاسی دفتر غړیتوب تر لاسه کړ.

 محترم ډاکتر نجیب الله دخپل دوران یو سر ایستلی ویاند او سیاست پوه ؤ . دده په وینا عام خلک ښه پو هیدل  او په خلکو کی یی ژوره جاذبه لرله.  محترم نجیب الله دخپل وطن او خلکو زړه ورسپاهی ، مهربان ، صابر ، استوار او دیو پیش بین او نوښت گر شخصیت خاوند ؤ.  هغه لکه په کوم ډول چه خلکو ته یی لارښؤونه کوله ، دخلکو او شرایطو څخه یی زده کړه هم کوله .   دهمدغی زده کړی په نتیجه کی ؤ چه هغه د١٣٦٤ کال په اوږدو کې دافغانستان دبحران دحل دپاره دکورنی او بهرنی وضعی دعینی کرکتنې او تجزیې نه وروسته ځان ته معینی طرحی او نظریه پیدا کړی وه .  دغه نظریه چې وروسته بیا په گوند او خلکوکې په یو فکري خط بدله شوه - دایدیولوژیکي چوکاټونو نه فاصله نیول او په عمل کې دتیرو تپل شوو ایدیالوژیکي چوکاټونو پریښؤول، په سوله ییز ډول د افغانستان دلانجی حل، په جگړه کې  دښکیلو خوا و تر مینځ د دیا لوگ او خبرواترو لاره پرانستل، دافغانستان څخه  د شوروي دنظامیانو دوتلو دپاره زمینه  برابرول، دسیاسي پلورالیزم پر بنسټ ددموکراسۍ رواج او په عمل کی پلی کول - دغه نظریه دډاکتر  نجیب الله  له خوا دگوند دسیاسی دفتر په غونډوکې او همدا راز دشوروی دوخت مقاماتوته په هر اړ خیزه ډول توضیح شوی وه او همدا راز یې دشوروي  دوخت مقاماتو ته په ښکاره ویلي ؤ چې دغه نوی سیاسی دریځ به د اړینو بدلونونو سره غبرگ  د دواړو  هیوادونو په گټه وي .

      محترم نجیب الله د١٣٦٤ کال دحوت  دمیاشتی په پیل کې ددولتی  خدمتونو له اطلا عاتی اداری نه گوښه کړی شو او د دی سره دگوند دمرکزی کمیټی د دارالانشاء دمنشی په توگه او بیا د١٣٦٥ کال د ثور دمیاشتی په ١٤ مه نیټه دگوند په اتلسم فوق العاده پلنوم کې دگوند دعمومی منشی په توگه وټاکل شو .

     ددی نوی مشرتابه له ټاکلو سره سم دگوند ی او دولتی سیاست لور بدل شو .  ډاکتر  نجیب الله وروسته له دی چی د گوند عمومی منشی وټاکل شو ، دخلکو دغوښتنو او دگوند په لیکو کی د سالم تفکر دخاوندانو په پلوي او دهیواد دعینی واقعیتونو پر بنسټ خپله طرحه چې په حقیقت کې دشخړو د هوارؤلو نوی لاره وه او دژوری انسانی محتوی په لرلو سره، له جگړی نه دافغانانو دژغورولو او دتلپاتی سولی ور په برخه کولو یواځنۍ لاره وه، د١٣٦٥ کال دجدی دمیاشتی  په ١٣ مه نیټه په گوندی جلسه کې دیو ستراتیژیک هدف په توگه وړاندی کړه، چې په پای کی دغونډی دگډونکو له خوا تصویب شوه، او دهمدغی ورځی دغرمی نه وروسته په یوی درندی افغانی  غونډه کې چه سر ایستلی گوندی او غیر گوندی مشران په کې راټول شوی ؤ، دملی روغی جوړی دغه  رغنده نوښت گر سیاست د ډاکتر نجیب اله  له خوا رسماً اعلان شو.  او په عمل کې د ١٣٦٥ کال دجدی په ٢٥ مه نیټه یو اړخیز اوربند یې اعلان او د دغی انسانی مشی پلی کیدل یی پیل کړل.  همدا ډول د نوی سیاست څخه په پیروی دهمدغه کال د دلوی دمیاشتی په لومړی نیټه  دسیاسی بندیانو دآزادولو په هکله د ډاکتر  نجیب الله له خوا دبښنی عمومی فرمان  صادر شو، چې دهغه په اساس په زر گونو بندیان خوشی کړی شول.   دملی روغی جوړی سیاست هغه وخت په لاندنیو څلورو ستنو ولاړؤ  :

   ١  ـ  له پوځی پلوه په ټول افغانستان کې دسولی بسیا کیدل (یعنی دوسلی ټولول او یوی قانونی افغانی مرجع ته ورسپارل .)

  ٢  ـ  په سیاسی ډگر کی ائتلاف ، سیاسی پلورالیزم، دموکراسی او پراخ بنسټه حقوقی اداره جوړول  .

 ٣  ـ  له  اقتصادی اجتماعی پلوه د اقتصاد دټولو ډولونو همزمان  ممکنه وده او پر مختیا او دآزاد بازار د اقتصادی سیستم غښتنوالی .

  ٤  ـ  دملی روغی جوړی په  برنامه کی دری مسئلی دړومبنی عملی  اقدام په توگه په گوته شوی وی 

  الف  ـ  یو شپږ میاشتنی یو اړخیز اوربند .

  ب  ـ  دوسله وال اپوزیسون په گډون « دملی وحدت حکومت » تشکیل .

  ج  ـ  تقریباً دپنځه میلیونو په شا او خوا کی دافغانی مهاجرینو له پاکستان او ایران نه بیرته خپل هیواد ته ستنیدل .

     ددی سیاست معنی داوه چې د افغانانوتر منځ دوینی تویو لو او د ورور وژنی بهیر پای ته ورسیږی، خپل منځی مشکلات دتیریدنی او گذشت په روحیه دافغانانو دخپل منځی دیالوگ له لاری دحل امکان  پیدا کړی، دقدرت له یو اړخیز انحصار نه ډډه وشي او یوه پراخ بنسټه ملی اداره جوړه شي او داسې فضا رامنځ ته شي چه تول افغانان په خپله دآزادو ټولټاکنو له لاری دخپل برخلیک د ټاکلو وس پیدا کړی . د ډاکتر نجیب الله د سیاست  دپلي کولو په پایله کې وؤ چې  دنوی  اساسی قانون مسوده د١٣٦٦ کال دسر طان په میاشت کې خپره شو او دمخالفینو په شمول دټولو خلکو څخه غوښتنه وشوه چې په دغه مسوده کې دتغییر او بدلون په هکله خپل رغنده نظریات داساسی قانون کمیسیون ته ورواستوي.

    څومیاشتی وروسته دنوی اساسی قانون په مسوده باندی دبحث، تأ یید او تصویب لپاره دټول افغانستان نه عنعنوی لویه جرگه دکابل تاریخی ښارته راوبلل شوه، پدی ترتیب دنوی اساسی قانون مسوده له یو لړ تغییراتو او بدلونونونه وروسته دلویی جرگی دبرخه والو له خوا دقوس دمیاشتی په  نهمه نیټه د رایو په اتفاق تصویب شوه .  همدا ډول دنوی اساسی قانون د حکمونوله مخی دلویی جرگی دبرخه والو له خوا، ډاکتر نجیب الله د رایو په اتفاق دافغانستان دجمهور رئیس په توگه وټاکل شو . 

    دملی روغی جوړی دسیاست بله ستره بریا د١٣٦٧ کال دحمل دمیاشتی په ٢٤ مه نیټه دژنیو دتړونونولاسلیک کؤل ؤ چې دهغو په بنسټ دپخوانی  شوروی پوځونو ته بیرته خپل هیواد ته دبشپړ ستنیدو لپاره لاره هواره شوه .  شهید نجیب الله د دلوی دمیاشتی ٢٧مه نیټه چې دافغانستان څخه دروسی پوځیانو دوتلو د ورځی سره مصادفه وه  دملی نجات ورځ اعلان کړه. شهیدنجیب اله د١٣٦٩ کال دسرطان دمیاشتی په شپږ مه نیټه دگوند ددویمی کنگری په ترځ کې دگوند دعمومی منشی په توگه یوځل بیا وټاکل شو .  په همدغه کنگره کې دگوند په کړنلاری اوگوندی ژوندکې ژور بدلونونه رامنځ ته شول.  

     گوند د کلیشه یی او دوچو ایدیولوژیکی شعار ونو څخه دوطن دخلکو دغوښتنو په بنسټ، دریښتنی دموکراسی، دجنگ جگړی دعملی ختمیدو اوملی مصلحت دپلي کولو په لور گذار وکړ .

     دگوند نوم د«وطن گوند» تصویب شو او دغه گوند نور دتل لپاره دبنیاد گری  او غیر عملی شعارونوسره مخه ښه وکړه . 
 ١٣٧٠کال دشهید نجیب الله او دهغه دملی روغی جوړی دسیاست دپلویانو لپاره دسختو ازمایښتونوکال ؤ .  
     ډاکتر نجیب اله پراخ، نوښتگر او هدفمن اقدامات تر سره کول، په گوند کې یې دروغی جوړی تگ لاره په نوی روحیی سره سمبال کړه، دملگرو ملتونو د دفتر تر مستقیمی سر پرستی لاندی او دهغوی په ضمانت دقدرت دویش اویا بی طرفه شوری ته د لږدولو میکانیزم دخبرواترو مهمه موضوع وه، د دغو خبرواترو رغنده نتایج دملگرو ملتونو په پنځه فقره ییز پلان کې انعکاس وموند.  ټول تدبیرونه په چټکه توگه سرته رسیدل اود١٣ کلنی جگړۍ له ناورین نه ستړي افغانان دهمیشنی سولی دبری لورته سترگی په لاره ؤ . 

    ډاکتر نجیب الله دملگرو ملتونو دجنرال سکرټر پطروس غالی دغوښتنی په اساس اود هغه د ځانگړي استازي اومرستیال بنین سیوان  دپنځه فقره ایز پلان له مخی ددولتی واک نه دگوښه کیدو او دقدرت دلیږدولو دژمنی په هکله د ١٣٧٠ کال دحوت دمیاشتی په ٢٧ مه نیټه خپله تاریخی اعلامیه صادره کړه، پدی ترتیب دملی روغی جوړی په لارکې ټولی بهانی اوخنډونه عملاً ایسته شول.  شهید ډاکتر نجیب الله دملی روغی جوړی دسیاست اود ملگرو ملتونو دپنځه فقره ایز پلان دپوره عملی کیدو لپاره پخپل ټول توان او پوره  ریښتینوالی او وفاداری کار وکړ .  
څو دملی روغی جوړی  لاس ته راوړنی اوپه افغانستان کی دسولی دبهیر گړندي کیدل، چې په نتیجه کې به په افغانستان کې دانتخاباتو له لاری یو پیاوړی ملی حکومت رامنځ ته شوی وای، گاونډیو هیوادونو هر یوه دخپلو مغرضانه اهدافو له زاویې څخه داسی یو مرکزی پیاړی حکومت په افغانستان کې دخپلو گټو سره په ټکرکی لیده.  په همدغه لحاظ ؤ چې دملگرو ملتونو دسولی دپنځه فقره ایز پلان د ناکامولو هڅی یې پیل کړی .

     پدی ترتیب یې دافغانستان دحاکمیت په دننه کې یو شمیر پوځي جنرالان او دوطن گوند په سیاسی دفتر کې معلوم الحاله اخیستل شوی افراد د «مجاهدینو» دقومندانانو د یو شمیر وگړو او ډلو په مرسته په یو گډ پلان کې یو ځای د ١٣٧١ کال دحمل دمیاشتی په اخر ی ورځوکې دشهید نجیب الله اود ملگرو ملتونو دپنځه فقره ایز پلان په ضد یوه خاموشه کودتا تر سره کړه .  ډاکتر نجیب الله په مرگ تهدید شو او علل اجبار دملگرو ملتونو د ځانگړي استازي په مرسته یې په کابل کې دهغوی دفتر ته پناه یوړه، او پوره څلورنیم کاله یې دملگرو ملتونو په مقر کی تیر کړل .  او بلاخره د«١٣٧٥» کال دمیزان دمیاشتی په پنځمه  نیټه کابل ته دطالبانو دلښکر و دننوتلو سره سم دوحشت او بربریت په لاسونو په ډیره وحشیانه، غیر انسانی، غیر اخلاقی او غیر اسلامی طریقی شهید کړی شو .

انالله وانالیه راجعون

 

Hizb-e-Watan


اعلامیه کمیته اجراییوی تشکیلات موقت انسجام اعضای حزب وطن در خارج
بمناسبت  دوازدهمین سال شهادت دوکتور
نجیب الله رییس جمهور اسبق  افغانستان و رییس
هیئت اجراییه  شورای مرکزی حزب وطن
اینک دوازده سال از شهادت سیاستمدار مبتکر و شجاع کشور رییس جمهور اسبق و رییس حزب وطن شهید داکتر نجیب الله میګذرد۰
نجیب الله  راد مرد شجاع ، مبتکر وطراح سیاست مصالحه ملی  بدست دشمنان مردم افغانستان خلاف تمام موازین و نورم های  حد اقل انسانی  به شهادت رسید۰ نجیب الله  ارمان جز صلح، ترقی و رفاه همګانی برای افغانها  نداشت۰ او  جاودانګی و بقای  تاریخی را در  معنی و جلایش اندیشه ها جستجو کرد۰  نجیب الله از موجودیت فزیکی به هر قیمت ممکن نفرت  داشت، او بخاطر اندیشه های انسانی اش زندګی کرد به ارمانها و تعهدات خویش در راه دفاع از حاکمیت  و نوامیس ملی و خوشبختی مردم افغانستان  وفادار باقی ماند و با شهادت پر افتخار خود درس تاریخی ازادی و فرزانګی را به نسل ها ی کنونی و اینده کشور  بجا ګذاشت۰
                 روحش شاد و خاطراتش جاویدان باد
ګذشت  زمان نتنها داکتر نجیب الله و اندیشه های اش را به فرا موش خانه تاریخ نسپرد بلکه با جلایش هر چه بیشتر به صحت وحقانیت این اندیشه ها صحه ګذاشت و امروز دوست و دشمن دیروز نجات خود و میهن مشترک مان را در ان میبیند۰
با توجه به رویداد های جاری، وضع در کشور هر روز متشنج تر و بحران در منظقه پهنا و وسعت بیشتر می یابد۰ سیر حوادث طوری است که اګر مهار شده نتواند افغانستان سریعآ به مرکز بحران کشانیده میشود که تاثیر مستقیم با لای وضع امنیتی و استقرار سیاسی در کشور  از خود بجا میګذارد۰ این وضیعت ګفتګو و تفاهم بین الافغانی را برای تامین وا ستقرار صلح در کشور را نتنها به ضرورت مبرم وحیاتی مبدل میسازد بلکه مقابله با تاثیرات فکتور های خارجی بحران منطقوی مستلزم توجه مضاعف است که قبل از هر چیز بایست مانع کشانیده شدن کشور به مرکز بحران منطقوی ګردد.
کمیته اجراییوی تشکیلات موقت انسجام  اعضای حزب وطن در خارج به تمام هموطنان صلح دوست و ترقی پسند،احزاب،سازمانها و شخصیت های مستقل مراجعه مینمایید:
بیایید دوازدهمین سال شهادت مبارز نسوه راه صلح و ترقی شهید نجیب الله را به تکانه جدی فعالیت هایبرای تفاهم بین الافغانی، استقرار صلح در کشور و جلوګیری از کشانیدن افغانستان به عمق بحران منطقوی مبدل سازیم.
 اعضای دلیر و باشهامت حزب وطن !
نګزارید تا با  توطیه ها و دسایس سیاسی تحت نام های مختلف از اتحا و همبستګی مجدد شما جلو ګیری نماییند، نیرو ما در وحدت و اتحاد نهفته است،  درست از همین موضع ما میتوانیم حضور دوباره خود را بحیث یک حزب نیرومند، متحد، ملی وسراسری و مرکز مطین دفاع از حاکمیت ملی، دمکراسی و اعمار مجدد افغانستان  تامین نماییم،  و به دشمنان سوګند خورده ملت افغانستان اجازه ندهیم تا با استفاده از پراکنده ګی اعضای حزب وطن به قتل و کشتارادامه داده و افغانستان را  بسوی  نابودی کامل سوق داده و به مرکز بحران  های تازه مبدل سازند۰ بیایید همه با هم  از طریق حمایت از مکانیزیم تدویر مجمع عالی حزب (کنګره)  به پراګنده ګی موجود  خاتمه دهیم۰
فقط پیمودن صادقانه و صمیمانه راه را که نجیب الله نشان دهی کرد عبور از  بحرا ن و نجات از تداوم انرا تظمین میکند.
تفاهم برای صلح، صلح برای ترقی و انکشاف

A Message from Fetana Najid and family


۲۵
دهلی جدید
پیام دکتور فتانه نجیب الله و فامیل دکتور نجیب الله شهید

    ۲۷ سپتامبر ۲۰۰۸ع که با پنجم میزان ۱۳۸۷ش مصادف است با تاریخ دوازدهمین سالگرد شهادت شهید دکتور نجیب الله  رئيس جمهور پیشین ج.ا و برادرش شهید احمدزی میباشد. همۀ ما طی مدت فوق وقعیت عدم حضور فزیکی ایشان را ذهناً پذیرفتیم ولی برای چند ساعتی هم نتوانستیم حضور معنویت بزرگ، شخصیت والا و مردم دوست شان را با خود نداشته باشیم. در هر مورد و رویداد خورد و بزرگ کشور ما، منطقه و جهان – شخصیت ایشان با طرز تحلیل، استدال و استباط منطقی و بهم پیوسته از حوادث، نتیجه گیری و اتخاذ تصمیم جسورانۀ شان – در اذهان ما زنده میگردد و ذهن بطور آگاهانه سلسلۀ سوال و جواب را – در مورد اینکه اگر داکتر صاحب شهید حیات میداشتند، در مورد وضع موجود یا رویداد مشخص ملی و منطقوی چه برداشت میداشتند و یا چه تصمیم اتخاذ مینمودند و غیره آغاز می نماید. همچنین با مرور یک سلسله نوشته ها و نشریه های افغانی و خارجی که به ارتباط سیاست مصالحۀملی، شخصیت و سیاست داکتر صاحب نجیب الله شهید از جانب طرفداران و مخالفین برشتۀ تحریر آمده است و ما به آن دسترس یافته ایم، چنین سوالها بتکرار مکرر در ذهن عرض اندام مینماید. از جمله اینکه:
¿      چرا اولین پلان پنج فقره یی ملل متحد سبوتاژ گردید؟
¿      چرا داکتر صاحب نجیب الله و برادرش را شهید نمودند؟
و...
طی دوازده سال گذشته ملل متحد، دول مختلف، احزاب سیاسی، شخصیت های شناخته شده و نویسندگان در رابطه به این (چرا ها ؟) دهها پاسخ ارائه داشته اند و حتی مخالفین خواستند از شهادت بزرگ داکتر صاحب نجیب الله شهید در جهت برأت خویش استفاده نمایند و یا آنرا نتیجۀ انتقام این یا آن کشور، سازمان و گروپیکه با سیاست و موضعگیری ملی داکتر صاحب شهید مخالفت داشتند، پاسخ بدهند. ولی حوادث دهۀ اخیر قرن بیستم بخصوص رویداد های خونبار کشور ما نشان داد که هدف شهادت داکتر صاحب نجیب الله شهید، گرفتن انتقام از مردم غیور افغان بود؛ تا با سبوتاژ اولین پلان پنج فقره يی ملل متحد و بعداً شهادت داکتر صاحب نجیب الله خلای سیاسی پیش بینی شدۀ ایشان که همه ملت و ملل متحد را از آن آگاه ساخته بودند، بوجود آورده شود، جنگ های خانمانسوز کوچه بکوچه در شهرها و ولایات افغانستان با تزریق سُمِ تنگ نظرانۀ نژادی، لسانی، سمتی، مذهبی، گروهی و... در اذهان گردانندگان جنگ های متذکره با داشتن وحشتزاترین طروق امحاء و نسل کشی رسانیده شود و به مخروبه سازی شهرها و کشور بانجامد. و در نتیجه ملت افغانستان را از رهبری واحد محروم سازند تا هر آنکس و کشوریکه منافع خویش را در بی ثباتی افغانستان تصور مینمودند، به اهداف بعدی خود نزدیک شوند.
ادعاهای چون منحل نمودند اردوی یکصدوبیست سالۀ افغانستان وغیره موئد آنست.
  طی شانزده سال گذشته (بعد از سقوط حاکمیت جمهوری افغانستان در اپریل ۱۹۹۲) ما شاهد جریانات پیچیده و بغرنج سیاسی – نظامی بوده ایم که نسخه های متنوع غرض حل مسائل افغانستان پیش کشیده شد و به آزمایش گرفتند. ولی حقایق نشان داد که یگانه الترناتیف و راه بیرون رفت از وضع دشوار متذکره باید در همان سیاست ستراتژیک ملی انتخاب شدۀ حزب وطن و رهبر شهید آن داکتر صاحب نجیب الله جستجو گردد.
  با آنکه برخی از فکتور های مسائل افغانستان کاملاً تغیر نموده است، بخصوص حضور قوای ۳۸ کشور پیشرفتۀجهان و سرازیر شدن میلیارد ها دالر کمک جهانی را میتوان در بخش و بعُد فکتور خارجی مسئله جداً محاسبه نمود. ولی در بخش یا بعُد داخلی مسائل – که متعلق به تفاهم و مساعی مشترک افغانها و بخصوص احزاب، سازمانها، شخصیت های سیاسی، اجتماعی و روحانی افغانستان است – نمیتوان اهمیت و عمدگی پیشنهادات، طرحها و در مجموع اصول سازندۀ سیاست ستراتژیک مصالحۀ ملی را نفی نمود. در هر بخشی که اصول مطروحۀ سیاست متذکره نادیده گرفته شده است، اقدامات بعمل آمده نتایج مؤثر نداشته است.
  ما فامیل داکتر صاحب شهید چنین می پنداریم که عدم حضور فزیکی ایشان نه تنها منحیث رهبر حزب خویش برای رفقاء، همرزمان و دوستانش ضایعۀ بزرگ و تلافی نشدنی است بلکه بمثابۀ رئیس جمهوری که همه مساعی و زندگی خویش را بخاطر تأمین صلح و اعمار مجدد افغانستان قربان نمودند، برای ما و همه افغانهای سالم اندیش دردناک میباشد. ولی سیاست مردمی، شخصیت ماندگار تاریخ و میراث معنوی گرانبهای ایشان در هر لحظه ما را به گرامیداشت چنین شهادت بزرگی که بخاطر تأمین صلح برای مردم مسلمان و متدین افغان و وطن آزادۀ ما بجا گذاشتند، رهنمون می گردد.
  ما معتقدیم که:            كُلُ مَن عَلَيهاَ فَان   
   هرچه روی زمین است فنا میشود (سورۀ مبارکۀ الرحمن)
ولی تاریخ، رهبران ملت ها را از آنچه برای نوع بشر و مردم خود انجام داده اند، بحافظۀ خود ثبت مینماید. طبق داکتر صاحب شهید:
   «تاریخ خود ثابت خواهد کرد که کی برای افغانستان چی کرد؟»
   ما از همه اعضای حزب وطن و طرفداران سیاست وطنی مصالحۀ ملی – که در تاریخ کشور ما با نام و شهادت داکتر صاحب نجیب الله شهید عجین گردیده است – آرزومندیم که همه مساعی خود را متحدانه غرض تأمین صلح، دموکراسی، ایجاد جامعۀ مدنی، ترقی و سعادت مردم ما بکار برند. این بزرگترین خدمت به مردم وطن و آرمانهای سترگ رهبر شهید ما خواهد بود.
    خداوند (ج) روح ایشان را با ارواح همه شهدای وطن ما شاد داشته باشد.
    آرزوها و ایدیالهای وطندوستانۀ شان برآورده باد.
آمین یا ربالعالمین
 
داکتر فتانه نجیب و فامیل شهید دکتور نجیب الله